د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو له ایرانه د اعدام سزا د ختمولو غوښتنه کړې ده

په ایران کې د سږ کال له پېل راهیسې لږ تر لږه ۲۰۹ کسان اعدام شوي دي ـ پخوانی انځور
په ایران کې د سږ کال له پېل راهیسې لږ تر لږه ۲۰۹ کسان اعدام شوي دي ـ پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې مشر وولکر ترک د اعدام د سزا په اړه د ایران د "ناوړه ریکارډ" له امله نیوکه کړې ده.

هغه د مې پر نهمه پر تهران غږ کړی چې د اعدام سزا پای ته ورسوي ځکه چې په هغه هېواد کې د اعدامونو شمېر "وېروونکی" دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د مې پر نهمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په ايران کې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ له لومړۍ راهیسې لږ تر لږه ۲۰۹ کسان اعدام شوي دي. ترک ويلي په اوسط ډول سږ کال تر اوسه په ایران کې هره اوونۍ تر ۱۰ زیات کسان وژل کېږي، چې دا په نړۍ کې تر ټولو لوړ اعدام کوونکي دي.

نوموړي زياته کړه، د اندېښنې وړ خبره دا ده چې په دې کچه، ایران د تېر کال په څېر روان دی. پروسږ کال کل د راپور له مخې په هغه هیواد کې شاوخوا ۵۸۰ کسان اعدام شوي ول.

په ایران کې د مې پر اتمه دوه کسان د الحاد او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي پر تور اعدام شوي ول.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG