د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران یو ایرانی توکمه سویډنی وګړی اعدام کړی دی


ایران پر حبیب اسیود د ترهګرۍ تور پورې کړی وو ـ پخوانی انځور
ایران پر حبیب اسیود د ترهګرۍ تور پورې کړی وو ـ پخوانی انځور

ايران د حبیب اسيود په نوم يو ايرانی توکمه سویډنی وګړی اعدام کړی دی.

د ايران دولتي رسنیو د مې پر شپږمه وويل چې پر اسيود د ترهګرۍ تور وو.

نوموړی دوه کاله مخکې د ترکیې له یو هوايي میدانه ورک شوی وو چې وروسته معلومه شوه چې د ایران په یوه زندان کې دی. تر اوسه معلومه نه ده چې هغه څنګه او چا له ترکیې ايران ته تښتولی وو.

حبیب اسيود د "اهواز ازادۍ لپاره د مبارزه کوونکو عربانو غورځنګ" په نامه د بېلتونپالې ډلې باني او پخوانی مشر وو.

ايران پر هغه د حرکت الندال په نوم د یوې "ترهګرۍ ډلې" د مشرۍ او په جنوب غربي خوزستان ولایت کې د بمي بریدونو او ترهګرو عملیاتو منظمولو تورونه هم پورې شوي ول.

ایران هغه ډله په ۲۰۱۸ز کال کې په اهواز ښار کې پر یو کلني پوځي پرېډ د هغه بمي برید مسووله بللې وه چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د ایران د سختو اسلامي قوانینو له مخې حبیب د "فساد فی الارض" په تور تورن شوی وو چې ورسره سم ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د سويډن بهرنيو چارو وزارت او اروپايي ټولنې د حبیب اسيود اعدام غندلی او په ايران یې غږ کړی چې د فعالانو د اعدامولو سلسله ودروي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرتوبیاس بېلستروم د مې پر شپږمه په یو بیان کې د اسیود اعدام یو "غیر انساني" عمل بللی او ویلي یې دي چې د ایران له "لوړپوړو چارواکو" څخه یې غوښتي ول چې نوموړی دې نه پانسي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG