د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پوهنتون ښوونکو او ملازمينو احتجاج پای ته رسولی


په کوټه ښار کې بلوچستان پوهنتون د صوبې تر ټولو لوی پوهنتون دی ــ انځور له ارشيفه
په کوټه ښار کې بلوچستان پوهنتون د صوبې تر ټولو لوی پوهنتون دی ــ انځور له ارشيفه

په بلوچستان پوهنتون کوټه کې ښوونکو او ملازمینو د پوهنتون له مشر سره تر مذاکراتو وروسته خپل احتجاج پای ته رسولی دی.

د بلوچستان پوهنتون د ښوونکو اتحاديې سېکرېټري پروفېسر فريد اڅکزي نن (د مې پر نهمه) مشال راډيو ته وويل چې د مې پر اتمه يې د پوهنتون له مشر (وايس چانسلر) سره مذاکرات په برياليتوب پای ته ورسېدل.

د نوموړي په وينا صوبايي حکومت د بلوچستان پوهنتون د ښوونکو او نورو ملازمینو د تنخاګانو لپاره د ۷۲ کروړه روپيو منظوري ورکړې ده.

د پوهنتون ښوونکي او نور کارکوونکي له تېرو دوو مياشتو راهيسې پر احتجاج ول چې له کبله يې هلته د زدکړو لړۍ په ټپه درېدلې وه.

د ښوونکو په وینا صوبايي حکومت، په ځانګړې توګه د پوهنتون وایس چانسلر د هغوی زیاتره غوښتنې منلې دي چي له امله یې په پوهنتون کې د زدکړو بهير د مې له نهمې يو ځل بيا پيل شو.

د پوهنتون د ښوونکو او انتظامي چارواکو ترمينځ د منځګړي رول لوبوونکي پروفېسر ډاکټر نصیب الله سیماب مشال راډیو ته وويل چې دا حتجا ج کوونکو يوشمېر داسې غوښتنې وې چې هغه د پوهنتون وايس چانسلر بې له څه ډول دلايلو ومنلې.

د بلوچستان پوهنتون ښوونکو او نورو کارکوونکو د مارچ په دويمه اوونۍ کې احتجاج پيل کړی وو چې د مې تر اتمې نېټې روان وو. پر دې مهال احتجاج کوونکو د اپرېل له دويمې نېټې د ټولګيو دروازو ته قفلونه اچولي ول او د زدکړو لړۍ يې بنده کړې وه.

د بلوچستان پوهنتون د انتظاميې په وينا، ياد پوهنتون ۵۲ بېلا بېلې څانګې لري چې تر ۱۶،۰۰۰ زيات زده کوونکي درس پکې وايي.

بل خوا په پوهنتون کې شاوخوا ۲،۰۰۰ ښوونکي او ملازمين کار کوي چې ۵۶۵ پروفېسران او ۴۰۰ افسران هم پکې شامل دي.

په کوټه ښار کې بلوچستان پوهنتون د صوبې تر ټولو لوی پوهنتون دی چې دا مهال د صوبې د يوشمېر نورو پوهنتونونو تر څنګ له مالي بحران سره مخامخ دی. د ياد پوهنتون کارکوونکو په وينا، له شاوخوا دريو مياشتو راهيسې يې تنخاوې نه دي اخيستي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG