د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت بلوچستان پوهنتون ته د درې اربه روپو ورکولو اعلان وکړ


د بلوچستان پوهنتون چارواکي وايي، له تېرو درو میاشتو راهېسې استادانو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د بلوچستان پوهنتون چارواکي وايي، له تېرو درو میاشتو راهېسې استادانو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

صوبايي حکومت بلوچستان پوهنتون ته په عاجله توګه د درې اربه روپو ورکولو اعلان کړی څو د یاد پوهنتون استادانو او عملې ته ځنډېدلي معاشونه ورکړل شي.

د بلوچستان پوهنتون چارواکي وايي، له تېرو درو میاشتو راهېسې د فنډونو د کمبوت او نیشتوالي له وجې استادانو او نورې عملې ته معاشونه نه وو ورکړل شوي. د یاد پوهنتون استادانو وخت په وخت د خپلو معاشونو د اجرا لپاره مظاهرې هم کړې دي.

خو اوس د بلوچستان وزیر اعلی میر عبدالقدوس بزېنجو د پیسو منظوري ورکړې ده چې د استادانو د معاشونو ترڅنګ نورې اړینې ستونزې هم باید ورسره هوارې کړل شي. نوموړي دا اجرات د ډېسېمبر پر۳۰مه، له هغې وروسته کړي چې د بلوچستان پوهنتون ملازمینو په همدې ورځ په کوټه کې مظاهره وکړه. د نوموړي له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پیسې دوی د پاکستان د لوړو تحصیلاتو د کمېشن په سپارښتنه جاري کړې دي.


د بلوچستان پوهنتون د استادانو د اتحادیې یو غړي سید شاه بابر د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، دا بحران له ډيرې مودې راهيسې روان دی. هغه وايي: "دا څلورم وار دی چې موږ احتجاج کوو. له احتجاج وروسته موږ ته د يوې او یا هم د دوو مياشتو تنخواګانې راکړي خو بيا بېرته هغه شان حالات شي."

د بلوچستان پوهنتون د ملازمینو د اتحادیې یو غړی نعمت الله کاکړ بیا وايي، په مرکز کې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال چې د پوهنتون بودیجه کمه شوې نو بیا یاد پوهنتون د هغه په وینا ښې ورځې نه دي لیدلې.

هغه وړاندې وايي: "د بلوچستان ټولو پوهنتونونو لپاره يو شان بجټ وي او پيسي ورکول کېږي خو له بده مرغه بلوچستان پوهنتون سره ناسم سلوک کېږي. موږ سره تر ټولو زيات زده کونکې دي. په موږ له نورو زيات بوج دي يعني زيات کسان لرو. "

د بلوچستان پوهنتون په مالي مشکلاتو باندې د یادې صوبې زیاترو سیاسي ګوندونو هم وخت په وخت خواشینې څرګنده کړې او له حکومته یې غوښتنه کړېده چې دا ستونزه دې یو واري هواره کړي.

د بلوچستان نېشنل ګوند د کوټې ضلعې صدر غلام نبي مري یې په اړه مشال راډیو ته وايي: "د وفاقي او صوبايي حکومت لپاره د ريکوډيک ضرورت دی، نه دا چې د پوهنتون ستونزې هوارې کړي. د ريکوډيک لپاره په شپه کې قانون منظوروي خو د پوهنتون لپاره څه هم نه کوي.دا لویه نا انصافي ده او د ډېر افسوس خبره ده چې د پوهنتون استادان د خپلو تنخاګانو لپاره پر احتجاج مجبورېږي."

د بلوچستان پوهنتون د استادانو د اتحادیې مشر ډاکټر کلیم الله بړیڅی وايي، د یاد پوهنتون استادان او عمله له صوبايي حکومته مظالبه کوي چې د معاشونو د اجرا مسله دې یو مخ هواره کړي.

هغه وايي: "له صوبايي حکومت څخه مو خواست دی چې دا ستاسو يونيورسټي ده، دا چې هره مياشت استادان لاريون کوي، د دې اثرات پر زده کونکو او په ټولنه ښه نه پرېووځي. د فنډونو ضرورت دی، بايد حکومت يې پر وخت راکړي. دا مالي ستونزي بايد حل کړل شي."

د نوموړي په وینا، په بلوچستان پوهنتون کې دا مهال ټول ټال ۲۰۰۰ کسان وظیفه لري چې ۵۶۵ پکې پروفیسران او ۴۰۰ افسران هم پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG