د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان پوهنتون کې د ملېشا ځواک پر شتون نيوکې شوې دي


په بلوچستان پوهنتون کې له ۲۰۱۴ز کال راهيسې اېف سي ځواک ځای پر ځای دی. پخوانی انځور
په بلوچستان پوهنتون کې له ۲۰۱۴ز کال راهيسې اېف سي ځواک ځای پر ځای دی. پخوانی انځور

د روان کال د نومبر پر ۳۰مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو يوه داسې ويډيو لاس په لاس خپره شوه، چې ويل کېږي د بلوچستان پوهنتون ده او پکې ښکاري چې د ملېشا ځواک سرتېري د ځينو کسانو د نيولو هڅه کوي.

د سرتېرو له خوا د زده کوونکو د نيولو دا اقدام د ټولنيزو رسنيو فعالانو غندلی او هلته يې د ځواکونو پر شتون نيوکې کړې دي.

په پوهنتون کې د بلوڅو زده کونکو سازمان (بي اېس او) یو مشر عزیر بلوڅ د ډېسېمبر پر لومړۍ نیټه مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر ۳۰مه، د دوو سازمانونو ترمینځ جګړه وشوه چې پر دې مهال د ملېشا ځواکونه ورغلل او د زده کوونکو د نيولو هڅه يې وکړه.

نوموړی وایي: "داسې وه چې د زده کونکو د دوو تنظیمونو ترمينځ جګړه وشوه، نو تاسو ولیدل چې د ملېشا سرتېري ورغلل او دوی یې په کوتکونو ووهل."

د نوموړي په ادعا، دا لومړۍ ځل نه دی چې د ملېشا ځواکونه هلته ورځي بلکې چې کله هم دغسې يوه پېښه وشي نو په وار وار ورغلي دي.

مشال راډيو د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د پوهنتون له چارواکو سره تماس ونيو، خو هغوی په رسمي توګه پر دې موضوع له څه ويلو انکار وکړ، البته يوه چارواکي په راپور کې د نوم نه ليکلو په شرط وويل چې په پوهنتون کې د دوو تنظیمونو ترمینځ د شخړې له کبله اېف سي سرتېرې ورغلي ول.

د ده په خبره، د ځينو زده کوونکو حاضري پوره نه وه نو هغوی په دې اړه امتحان اخيستونکو ته بد رد وويل چې له امله يې جګړه وشوه چې د مخنيوي لپاره يې د اېف سي سرتېري وروبلل شول.

هغه چارواکي په پوهنتون کې د ملېشا ځواک د مستقل شتون ادعاوې رد کړې. "دا زموږ خپل پولیس او ملېشا ځواک دی، دا ټول کار د انتظامیې دی، د ملېشا ځواک دلته هاسټل نشته، د امنیت په غرض د پوهنتون تر دروازې پورې شته او نور نشته."

خو زده کوونکي او د پوهنتون ځینې ښوونکي وايي چې ملېشا ځواکونه هلته مستقل شتون لري. عزیر بلوڅ وایي چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې سرتېرې هلته مېشت دي. دده په وینا: "دلته د ملېشا سرتېري په هاسټل کې هم دي، د لوبو کمپلېکس هم د دوی په قبضه کې دی، د پوهنتون درې لویې دروازې دي چې ورباندې دوی ناست دي. پخوا یې شمېر ډېر وو خو اوس کم شوی دی، خو بیا هم د ورځې څلور يا پينځه ګاډي خامخا ځي راځي."

د بلوچستان پوهنتون یو بل بلوڅ زده کونکي، چې د وېرې له امله يې د نوم څرګندولو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې امنیتي سرتېرو پوهنتون په پوځي چاوڼۍ بدل کړی دی.

هغه په راپور کې د نوم نه ليکلو په شرط زیاته کړه چې پوهنتون تعلیمي اداره کمه او پوځي چاوڼۍ زیاته ښکاري.

په دې اړه مشال راډیو د بلوچستان پوهنتون د وایس چانسلر له دفتر سره رابطه وکړه، خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه او ويې ویل چې وایس چانسلر دا وخت له مېلمنو سره دی نو ځکه خبرې نه شي درسره کولای.

البته د بلوچستان د لوړو زده کړو وزیر میر نصیب الله خان د ډېسېمبر پر لومړۍ نیټه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه هېڅ معلومات نه لري. "زه نه یم خبر چې په دغه ورځ څه شوي، او د ملېشا سرتېرو د موجودګۍ په باره کې هېڅ معلومات نه لرم."

د بولان مېډیکل پوهنتون یوې زده کونکې او سياسي فعالې ماه رنګ بلوڅ د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل چې په بلوچستان پوهنتون کې د ملېشا ځواک د سرتېرو شتون په زده کونکو کې وېره خپره کړې ده او دوی دا مسله څو واره راپورته کړې خو صوبایي حکومت ورباندې خاموشه دی.

هغې زیاته کړه: "تاسو چې د ۳۰ سېکنډو (ثانیو) کومه ویډیو کتلې ده، تر هغې هم حالات زیات خراب دي. دلته د بلوڅو زده کونکو سیاسي هلې ځلې خو ليرې خبره ده، د زدکړو لپاره يو پرامنه ماحول هم نشته.که چيرې دوه زده کونکي یو ځای ناست وي نو هم ورڅخه معلومات کېږي چې د څه په اړه خبرې کوي."

هغې ادعا وکړه چې په پوهنتون کې د هر زده کوونکي په اړه پوره معلومات راغونډېږي، هغوی ځورول کېږي او که څوک د بشري حقونو له يو فعال سره وويني نو ورپسې کور ته ټېلېفونونه کېږي.

د دې په خبره، د پوهنتون هر زده کوونکی به يو فارم ډکوي چې پکې دا ژمنه کوي چې هغوی به په سیاسي هلو ځلو کې برخه نه اخلي.

په بلوچستان پوهنتون کې له لسیزو راهيسې سیاسي سازمانونه فعاله دي چې پکې د زیاترو تړاو له بلوڅ او پښتون ملتپالو ګوندونو سره دی، خو په بلوچستان کې د بېلتون پالو تر فعاليتونو وروسته د صوبې د نورو برخو په څېر په پوهنتون کې هم په ۲۰۱۴ز کال کې اېف سي ځواکونه مېشت شول.

سياسي سازمانونو او ګوندونو په وار وار له پوهنتون څخه د اېف سي ځواک د اېستلو غوښتنې کړې او په دې تړاو يې احتجاجونه هم کړي دي. دوی تور پورې کوي چې اېف سي سرتېري په سياسي توګه د فعاله زده کوونکو په "نيولو او لادرکه کولو" کې لاس لري.

دا موضوع هغه وخت نوره هم په شدت سره راپورته شوه کله چې د ۲۰۲۱ز کال په نومبر میاشت کې د سهيل بلوڅ او فصيح بلوڅ په نوم دوه زده کوونکي لادرکه شول چې لاهم موندل شوي نه دي.

خو د بلوچستان پوهنتون او صوبايي حکومت تل دا دریځ پاتې شوی دی چې اېف سي ځواک د خلکو په نيولو او لادرکه کولو کې لاس نه لري او هلته يوازې امنیت پر ځای کوي.

XS
SM
MD
LG