د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او نیو زیلینډ نن وروستۍ ۵۰ اووره سیالي لري


د مې پر پینځمه پاکستاني لوبغاړي د نیو زیلینډ د جېمز نیشم په سوځولو خوشالي کوي.
د مې پر پینځمه پاکستاني لوبغاړي د نیو زیلینډ د جېمز نیشم په سوځولو خوشالي کوي.

د پاکستان او نیو زیلینډ کرکټ لوبډلې په داسې حال کې په وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي چې کوربه هېواد وار له مخه لوبلړۍ ګټلې ده.

د کراچۍ په ملي لوبغالي کې پینځمه یو ورځنۍ سیالي د مې پر اوومه د پېښور پر وخت د مازیګر پر درې نیمو او د کابل پر درو بجو پیلېږي.

د مې پر پینځمه هم د پاکستان لوبډلې په څلورمه ۵۰ اووره سیالۍ کې نیو زیلینډ ته په ۱۰۲ منډو ماتې ورکړې وه. تر دې مخکې شوې درېواړه سیالۍ هم پاکستان ګټلې وې.

په دې توګه د هغه هېواد ملي لوبډلې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د نيو زيلينډ کرکټ لوبډله د اپرېل پر ۱۱مه پاکستان ته ورسېده او لومړی يې هلته له کوربه هېواد سره پينځه ۲۰ اووره لوبې وکړې چې دوه پاکستان او دوه نيو زيلينډ وګټلې او يوه لوبه بې نتيجې پاتې شوه. دا ډول هغه لوبلړۍ مساوي پای ته ورسېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG