د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له نیو زیلینډه د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټلې ده


پاکستاني لوبغاړي د مې پر درېیمه نیو زیلینډ ته تر ماتې ورکولو وروسته خوشالي کوي.
پاکستاني لوبغاړي د مې پر درېیمه نیو زیلینډ ته تر ماتې ورکولو وروسته خوشالي کوي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې نيو زيلينډ ته په درېيمه يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره لوبه کې په ۲۶ منډو په ماتې ورکولو لوبلړۍ ګټلې ده.

د مې پر درېيمه په کراچۍ لوبغالي کې لومړی بیټېنګ پاکستان وکړ او په ټاکليو ۵۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۷ منډې وکړې.

په ځواب کې نيو زيلينډ په ۵۰م اوور کې ۲۶۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.

د پاکستان له خوا امام الحق ۹۰ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمينځ د اپرېل پر ۲۷مه او د اپرېل پر ۲۹مه په راولپېنډۍ کې په شويو يو ورځنيو کې سياليو کې پاکستان نيو زيلينډ ته ماتې ورکړې وه.

په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمينځ د پينځو سياليو لوبلړۍ پاکستان ګټلې ده.

د دواړو لوبډلو ترمينځ به دوې نورې يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره لوبې د مې پر پينځمه او اوومه په کراچۍ کې کېږي.

د نيو زيلينډ کرکټ لوبډله د اپرېل پر ۱۱مه پاکستان ته ورسېده او لومړی يې هلته له کوربه هېواد سره پينځه ۲۰ اووره لوبې وکړې چې دوه پاکستان او دوه نيو زيلينډ وګټلې او يوه لوبه بې نتيجې پاتې شوه. دا ډول هغه لوبلړۍ مساوي پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG