د لاسرسي ځای

تازه خبر

نيوزيلينډ په پينځمه کرکټ سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د اپرېل پر ۲۴مه له پاکستان د لوبې تر ګټلو وروسته د نيوزيلينډ لوبغاړي خوشالي کوي.
د اپرېل پر ۲۴مه له پاکستان د لوبې تر ګټلو وروسته د نيوزيلينډ لوبغاړي خوشالي کوي.

د نيوزيلينډ کرکټ لوبډلې پاکستان ته په پينځمه ۲۰ اووره سیالۍ کې په ماتې ورکولو سره دا لوبلړۍمساوي پای ته ورسوله.

په راولپينډۍ کې د اپريل پر ۲۴مه، لومړۍ توپوهنه (بېټينګ) پاکستان وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې دپينځو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۹۳ منډې جوړې کړي. محمد رضوان تر ټولو ډيرې ناسوځېدلې ۹۸ منډې وکړي.

نیوزيلينډ دا هدف په اخري اوور کې د ۴ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. مارک چپمن ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړي. هغه د لوبې او لوبلړۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

تر دې مخکې دوې لوبې پاکستان او يوه نيوزيلينډ ګټلې وه. يوه سیالي د باران له وجې بې نتيجې پاتې شوې وه.

نيوزيلينډ او پاکستان به تر دې وروسته پينځه يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره سیالۍ هم کوي چې د اپريل پر ۲۷مه پيليږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG