د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برېتانیا پاچا چارلس شاهي تاج پر سر کړ


د تاجپوشۍ مراسم په لندن کې وشول چې خواوشا ۲۰۰۰ مېلمنو پکې ګډون وکړ: انځور مې ۶، کال ۲۰۲۳
د تاجپوشۍ مراسم په لندن کې وشول چې خواوشا ۲۰۰۰ مېلمنو پکې ګډون وکړ: انځور مې ۶، کال ۲۰۲۳

د برتانیې د پاچا چارلس درېیم او د ملکې کمېلا د تاجپوشۍ رسومات د مې پر شپږمه په لندن کې وشول.

له نوي پاچا نه د کېنټرېري بشپ سوګند واخېست. نوموړي ته یې تاج پر سر کېښود او پاچا د سوګند په پاڼو لاس لیک وکړ. پاچا چارلس د هغه هیواد اووم شاهي مشر دی چې تاریخي کېنګ ایډورډ تاج یې پر سر کړ.

د تاجپوشۍ له مراسمو وړاندې، د برتانیې وزیراعظم رشي سونک مېلمنو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.

په دغه رسوماتو کې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف تر څنګ له ټولې نړۍ نه څه د پاسه دوه زره نورو مېلمنو هم برخه واخیسته چې پکې د يو شمیر هيوادونو حکومتي مشران هم شامل دي.

پاچا چارلس د ۱۹۴۸م کال د نومبر پر ۱۴مه زيږيدلی دی او په ۱۹۶۹ کال کې ورته د پرېنس اف ويلز یا د شهزاده درجه ورکړل شوې وه.

هغه لومړی واده ډیانا شهزادګۍ سره کړی وو خو د هغې له مرګ نه بس يې بل واده د کميلا پارکر سره وکړو.

چارلس د ۲۰۲۲م کال په سېپټمبر کې د ملکې الېزابېت له مړینې وروسته د برتانیې پاچا ټاکل شوی وو خو د تاجپوشۍ رسومات یې اوس ترسره شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG