د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بنو د پي ټي اېم حنیف پښتین په ګډون درې تنه ګرفتار


پښتون ژغورنې غورځنګ وايي یو شمېر ملګري یې زندانیان دي
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي یو شمېر ملګري یې زندانیان دي

بنو - د خیبر پښتونخوا د بنو پولیس چارواکو تور پورې کړی دی چې پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي او دوو ملګرو یې د چاپې پر مهال په پولیسو ډزې کړې دي چې پکې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.

دا خبره د پولیسو سیمه ییز مشر عبدالله خان او د بنو د پولیسو مشر یاسر اپریدي د جولای پر څلرمه په خبري غونډه کې وکړه.

دوی وویل چې پر حنیف وزیر پښتین یو شمېر مقدمې وې او د جولای پر څلرمه سهار شاوخوا درې بجې چې پولیس یې په بنو ټاون شېپ کې پر کور ورواوښتل نو له هغه خوا ورباندې ډزې وشوې.

د اپریدي په خبره، د پښتین یو ګرفتار ملګری شاهین الله د ترهګرۍ په قضیه کې مطلوب وو او فهیم الله دواړو ته په کور کې پناه ورکړې وه.

اپریدي وویل، پولیسو په بیا بیا د کور ور وټکاوه او اوازونه یې وکړل خو چا ځواب ورنکړ، نو ځکه پر دېواله ورواوښتل او بیا یې دروازه پرانیسته:

"کله چې پولیس له عمومي وره څخه پر کور ورننوتل نو ورباندې ډزې وشوې چې پکې زموږ درې کسان ژوبل شول، یو یې سخت ټپي شو. موږ دوی روغتون ته ورسول، او بیا مو له کوره درې کسان ونیول. په دوی کې یې یو حنیف الله وزیر چې د پښتین په نوم پېژندل کېږي شامل دی. دی په پېنځو قضیو کې مطلوب وو. دویم، شاهین الله دی. دی کم عمره یعنې ځوان هلک دی. او درېیم کس فهیم الله دی چې حکومتي کارکوونکی او د شمالي وزیرستان اوسېدونکی دی."

منظور پښتین پر حنیف پښتین لګېدلي تورونه رد کړل
منظور پښتین پر حنیف پښتین لګېدلي تورونه رد کړل

د پولیسو تر دې خبري غونډې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک ویډیويي وینا وکړه چې پکې یې پر حنیف پښتین لګېدلي تورونه رد کړل.

پښتین وویل، پر حنیف پښتین تېر کال د بنو تر جلسې وروسته پرچه دایره شوې وه چې په نتیجه کې یې هغه "دوه ځلې زنداني شو او بیا په ضمانت خوشې شو."

د ده په خبره، پر حنیف پښتین "هېڅ جنايي مقدمه نه وه."

منظور پښتین وايي، د بنو انتظامیې په روژه کې حنیف پښتین ته یو لیک ورکړی وو چې پکې یې ورته ویلي ول چې ژوند ته یې "شدید ګواښ" ورپېښ دی نو ځکه دې د خپلې ساتنې بندوبست وکړي.

ده دا هم وویل چې د بنو په ټاون شېپ سیمه کې اکثر "هدفي وژنې کېږي" او د یوه عیني شاهد په حواله یې وویل چې ځیني پټ مخي کسان په کور ورواوښتل او بیا د ډزو اوزاونه واورېدل شول.

حنيف پشتون او نديم عسکر وړاندې ګډ په زندان کې
حنيف پشتون او نديم عسکر وړاندې ګډ په زندان کې

پولیس وايي، درې واړه کسان یې د ترهګرۍ ضد پولیسو څانګې ته سپارلي خو پښتین وویل، تر اوسه یې له حنیف پښتین سره "هېڅ رابطه نه ده شوې" چې د پېښې اصلي کیسه روښانه شي.

ده وویل، شپې مهال پر کورونو چاپې وهل ناسم کار دی او له ریاسته یې غوښتنه وکړه چې دا عمل دې ودروي:

"اکثر د شپې پر مهال زموږ پر ملګرو په ساده جامو کې پټ مخي خلک چاپې وهي. موږ پرتشدده خلک نه یو، د ترهګرۍ ضد یو او د درواغو له مقدمو نه وېرېږو. موږ له ریاسته غواړو چې دا چاپې ودروي، یو کس وټاکي او موږ ته دې ووايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلانکی کس مو په کار دی، زه به یې خپله ور حواله کړم."

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د تاوتریخوالي تر پېښې وروسته یې یو شمېر ملګري نیول شوي چې پکې ځینې یې په ضمانت خوشې شول او ځینې یې په بېلا بېلو زندانونو کې بندیان دي.

XS
SM
MD
LG