د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د منکیپاکس ناروغانو شمېر څلورو ته لوړ شو


منکيپاکس یوه وایرسي ناروغي ده چې د علاج لپاره یې واکسین شته - پخوانی انځور.
منکيپاکس یوه وایرسي ناروغي ده چې د علاج لپاره یې واکسین شته - پخوانی انځور.

د سيند صوبې روغتیا وزارت هلته د منکيپاکس ناروغۍ د لومړۍ پېښې تصديق کړی دی چې ورسره په پاکستان کې په هغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر څلورو ته لوړ شوی دی.

منکيپاکس (د بیزو دانو) ناروغۍ له یوشمېر لسیزو راهیسې په افریقا کې وه خو د ۲۰۲۲ز کال له مې میاشت راهیسې په چټکۍ په نړۍ کې خپره شوې چې ورباندې په زیاتو هېوادونو کې زرګونه کسان اخته شوي دي.

خو دا ناروغي په خورا کمو صورتونو کې د مرګ سبب کېدای شي.

د سيند روغتيا وزارت وياند مهرخورشيد د مې پر پنځمه، مشال راډيو ته وويل چې په صوبه کې په لومړي ځل منکيپاکس وايرس په هغه کس کې ثبت شوی چې تېره اوونۍ د سعودي عرب له جدې کراچۍ ته ورغلی دی.

د وياند په خبره د کراچۍ په هوايې ډګر کې درې نور کسان هم دا وخت تر درملنې لاندې دي خو تراوسه په کې د منکيپاکس وایرس تصدیق نه دی شوی.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اپرېل پر ۲۵مه، په هغه هېواد کې د منکيپاکس ناروغۍ د دوو پېښو تر ثبت وروسته ټولو هوايي ميدانونو ته د بیداره اوسیدو ویل شوي ول.

د روغتيا وزارت چارواکو ويلي ول چې په هغه هېواد کې په لومړي ځل منکيپاکس وايرس په هغه کس کې موندل شوی وو چې له سعودي عرب څخه شړل شوی وو.

له همدې امله، روغتيا وزارت د پاکستان ټولو هوايي ډګرونو ته د بیداره اوسېدو او له ځينو هېوادونو څخه د ورتلونکو کسانو د وينې نمونې اخیستو ويلي ول. دا نمونې په لابراتوارونو کې د منکيپاکس وايرس موندلو لپاره کتل کېږي.

د روغتیا نړيوالې ادارې (ډبلیو ايچ او) ترمخه منکيپاکس وايرس له څارويوو انسانانو او د انسانانو ترمينځ یو بل ته انتقاليږي.

نښې یې د پوستکي پړسېدل، تبه، سردردی، د ملا درد، پر پوستکي دانې راختل او ستړيا دي. د دې وایرس مخنیوی په واکسينو ممکن دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) تېر کال د جولای پر ۲۳مه منکيپاکس د پېښو له کبله د نړیوال "غیرعادي یا فوق العاده" روغتیايي وضعیت اعلان کړی وو.

تر دې مخکې هم سازمان په ۲۰۱۶ز کال کې په لاتیني امریکا کې د زیکا وایرس، د ګوزڼ ناروغۍ ختمولو هڅو ګړندي کولو، په ۲۰۱۴ز کال کې د اېبولا او بیا په ۲۰۲۰ز کال کې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا په برخو کې هم د دې ډول فوق العاده روغتیايي حالت اعلانونه کړي ول.

XS
SM
MD
LG