د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د کورونا وړحنو شمېر تر ۵۷۱۶ پورته شو


د کوټې ډاکټران تر دندې پیلولو مخکې دعا کوي. ۲۰۲۰، ۲۶
د کوټې ډاکټران تر دندې پیلولو مخکې دعا کوي. ۲۰۲۰، ۲۶

د اپرېل تر ۱۴مې په پاکستان کې له سرکاري شمېرو سره سم، د نوې کورونا وایرس ناروغۍ کووېډ ــ ۱۹په ګرد ملک کې ۵۷۱۶ تنه ناروغه کړي، ۹۶ یې مړه کړي او ۱۳۷۸ ترې روغ راوتي دي.

د سرکاري ووبپاڼې له مخه له کورونا وايرسه تر ټولو زيات په پنجاب کې۲۸۲۶، سند کې ۱۴۵۲، خيبر پښتونخوا کې ۸۰۰، بلوچستان کې ۲۳۱ اسلام اباد کې ۱۳۱ او تر پاکستاني انتظام لاندې کشمير او ګلګت بلتستان کې ۲۷۰ کسان اغيزمن شوي دي.

د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونو په ټولو سیمو کې ټولبند اعلان کړی او له اړتیا پرته خلکو ته له یوه ښاره تر بله د تګ اجازه نه ورکوي.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې نن، د اپريل په ۱۴مه، د اقتصادي رابطه کميټۍ غونډه کېږي چې پکې به په ملک کې د ټولبند (لاک ډاون) د مودې غځولو په اړه فيصله کوي.

حکومت همداراز، ولس ته ویلي چې په کورونو کې دې پاتې شي او یوازې د ورځني استعمال شیانو اخیستو لپاره دې دوکانونو یا بازارونو ته ځي.

باجوړیان د ټولبند نرمولو غوښتنه کوي


د نور هېواد ټولبند غوندې په باجوړ کې هم کاروبارونه د کورونا وبا له ویرې تړلي دي او لا هم سرکار په ټولبند کې هېڅ نرمښت نه دی کړی. د باجوړ شا او خوا یو لک وګړي په خپلو کورونو کې بند دي او د خوراکي توکیو ډېر زیات ضرورته ورته پېش شوی دی. ځايي ولس پر سرکار غږ کړی دی چې ټولبند دې نرم کړي چې د کورني اړتیا څیزونه واخلي.

جنوبي وزیرستان کې سخت بندیزونه

هلته د جنوبي وزیرستان یو شمېر اوسېدونکي دعوه کوي چې ځايي انتظامیې د کورونا وایرس مخنیوي په پلمه ورباندې غیرقانوني بندیزونه لګولي دي.

یوه ځايي کس سید انور مشال رادډیو ته وویل، هغوی مني چې په ټول پاکستان کې پر غیرضروري تګ راتګ بند دی خو حکومت پر هغوی ډېره سختي راخېستې ده

خو د جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر حمید الله خټک مشال راډیو ته وویل چې دا هر څه له کورونا وایرسه د ځايي ولس د ساتلو لپاره کوي. نوموړی وايي، په بیړني حالت کې خلکو ته د تګ راتګ اجازه شته.

پاکستان پورونو کې د رعایت اپیل کړی

د پاکستان وزير اعظم عمران خان پر نړيوالو مالیاتي ادارو غږ کړی چې د پاکستان او نورو پرمختیايي هېوادونو پورونو کې دې زغرده رعایت وشي چې د کورونا وايرس جهاني وبا نه د رسېدلو اقتصادي ستونزو په موثره توګه مخنيوی وکړي.

د اپرېل پر ۱۲مه د پاکستان خارجه وزارت په جاري کړي ويډيوي پيغام کې عمران خان ویل، دی د نړۍوالو مشرانو د مالياتي ادارو چارواکو او د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل ته د رایوځای کېدو اپيل کوي چې د زیاتو پوروړیو پرمختیايي هېوادونو لپاره دې په پورونو کې د رعايت اعلان وکړي. پاکستان دا مهال د بهرنیو پورورکونکو څه باندې ۱۰۰ بیلونه ډالر پوروړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG