د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې بې پیلوټه الوتکو په خېرسون کې ۲۱ کسان وژلي دي


اوکرایني ژغورونکي د مې پر درېیمه پر یو لوی دوکان تر برید وروسته یو ژوبل تن ته طبي مرسته ورکوي.
اوکرایني ژغورونکي د مې پر درېیمه پر یو لوی دوکان تر برید وروسته یو ژوبل تن ته طبي مرسته ورکوي.

اوکراین وايي، په خېرسون کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په تازه بریدونو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي.

روسيې د اوکراین د پلازمینې کییف او خېرسون سیمې په ګډون د هغه هېواد پر نورو ښارونو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې او د اوکراینیو چارواکو په وینا، د مې پر درېيمه په جنوبي سیمو کې پر بېلابېلو ملکي اهدافو په بریدونو کې ۲۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او یادونه یې کړې چې ټول د روسیې په هغو بریدونو کې وژل شوي چې پکې په خېرسون کې يو لوی دوکان (سوپر مارکیټ)، د اورګاډي تمځای، د استوګنې ودانۍ، د هارډوېیر یو پلورنځی او د پېټرولو پمپ په نښه شوي دي.

نوموړي د مې پر درېيمه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، "تر اوسه ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۸ ژوبل دي. ټول ملکي وګړي دي، په یوه نیمګړې ورځ کې، په یوه سیمه کې."

زېلېنسکي زياته کړې چې روسیې ته به ماتې ورکړي او ټول عاملین به حساب ورکوي.

په همدې حال کې د روسیې له بېلابېلو ځایونو څخه د اور لګېدو راپورونه هم راغلي دي چې يوه پېښه يې د روسیې په وولنا کلي کې د تېلو په یوه زېرمه کې ياده شوې چې کريمیا ته غځېدلي پل ته نېږدې ده.

بل خوا کرېملېن ادعا کړې چې د بې پيلوټه الوتکې هغه بريد یې شنډ کړی چې هدف یې په هغه ودانۍ کې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین استوګنځی وو.

کییف په هغه برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي او دا يې د اوکراین تر احتمالي ځوابي برید وړاندې د مسکو له خوا "له ځانه جوړه کړې کيسه" بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG