د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان نيوزيلينډ ته په لومړۍ يو ورځنۍ کرکټ لوبه کې ماتې ورکړه


پاکستان په ۴۹م اوور کې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو د نيوزيلينډ د ۲۸۸ منډو هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.
پاکستان په ۴۹م اوور کې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو د نيوزيلينډ د ۲۸۸ منډو هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د پاکستان کرکټ لوبډلې نيوزيلينډ ته په يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره لوبه کې پينځو وکټونو ماتې ورکړې ده.

د اپرېل پر ۲۷مه په راولپېنډۍ کې شوې لوبه کې نيوزيلينډ لومړی پېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې پاکستان په ۴۹م اوور کې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د پاکستان له خوا فخر زمان ۱۱۷ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د دواړو لوبډلو ترمينځ به څلور نورې يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره لوبې د اپرېل پر ۲۹مه، د مې پر درېيمه، پينځمه او اوومه کېږي.

د نيوزيلينډ کرکټ لوبډله د اپرېل پر ۱۱مه پاکستان ته ورسېده او لومړی يې هلته له کوربه هېواد سره پينځه ۲۰ اووره لوبې وکړې چې دوې پاکستان او دوې نيوزيلينډ وګټلې او يوه لوبه بې نتيجې پاتې شوه. دا ډول هغه لوبلړۍ مساوي پای ته ورسېده.

د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، لومړۍ دوې يو ورځنۍ لوبې به په راولپېنډۍ او وروستۍ درې درې به په کراچۍ کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG