د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران ولسمشر شام ته سفر کوي


د دمشق ښار پو پخوانی انځور
د دمشق ښار پو پخوانی انځور

ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر به د مې مياشتې په اوله اوونۍ کې د شام سفر وکړي.

د ایران سرکاري خبري ادارې د اپریل په ۳۰مه خبر ورکړ چې ولسمشر ابراهیم رییسي به د مې په درېیمه نېټه دمشق ته ځي.

ایرنا خبري ایجنسي وايي چې د شام له رژیم سره د ورستیو تعلقاتو په تناظر کې د رییسي دا سفر ډیر مهم دی. ایرنا په شام کې د ایراني سفیر حسین اکبري له خولې لیکي، په داسې حال کې چې په سیمه کې بدلونونه او پرمختګونه کېږي، دمشق ته ولسمشر رییسی سفر ډیر اهمیت لري.

د ایرنا د خبر ترمخه په دې دوه ورځني سفر کې به ولسمشر رییسي د اقتصادي او سیاسي وفد مشري کوي. هغه ته د دې سفر بلنه د شام ولسمشر بشارالاسد ورکړې ده. ايران د شام به جګړه کې د بشارالاسد ملاتړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG