د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د کرایمیا په بندر کې د تېلو پر زېرمو لګیدلی اور مړ کړی دی


د اپرېل پر ۲۹مه د روسیې په سیواستوپول سیمه کې د تېلو له ذخېرې لوګي خیژي.
د اپرېل پر ۲۹مه د روسیې په سیواستوپول سیمه کې د تېلو له ذخېرې لوګي خیژي.

روسيې په سيواستوپول سيمه کې د تېلو ذخيره کولو په ډيپو کې د ډرون الوتکې له امله په پراخه کچه لګېدلی اور مړ کړی دی.

دا خبره د اپرېل پر ۲۹مه نېټه د کرېمېلن له خوا د دې سيمې لپاره ګمارل شوي ګورنر ميخايل رازوژايېف کړې ده. سيواستوپول په کرايميا کې يو مهم بندر دی چې روسيې په غيرقانوني توګه په ځان ګډ کړی دی. دا په تور سمندرګی کې د روسي بېړيو مرکز دی.

د پېغام رسوني اېپ، ټیلېګرام په چینلونو خپرو شوو ویډګانو کې ښکاري چې تر څو کیلو میټرو پورې تور لوګی ښکاري.

روسیې ویلي چې د تېلو ۴ ټرمینلونه ویجاړ شوي دي خو اوکراین بیا د ویجاړو شوو ټرمینلونو شمیره له ۱۰ زیاته یادوي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې زیان تصدیق نشي کولای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG