د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وایي د اوکراین شخړې پای ته رسولو لړ کې د هرې هڅې هرکلی کوي


د اوکراین جګړې تر پېلېدو وروسته د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي او د چين ولسمشر شي جينپينګ د اپرېل پر ۲۶مه په لومړي ځل خبرې وکړې ـ انځور له ارشيفه
د اوکراین جګړې تر پېلېدو وروسته د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي او د چين ولسمشر شي جينپينګ د اپرېل پر ۲۶مه په لومړي ځل خبرې وکړې ـ انځور له ارشيفه

روسیې ویلي چې د هرې هغې هڅې هرکلی کوي چې د اوکراین شخړه پایی ته نېږدې کوي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د اپرېل پر ۲۷مه دا خبره تر هغه یوه ورځ روسته وکړه چې د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي او د چین ولسمشر شي جینپینګ د اوکراين له جګړې پيلېدو وروسته په لومړي ځل له يو بل سره پر ټېلېفون خبرې وکړې.

پیسکوف وویل، مسکو د دواړو مشرانو ترمینځ د شویو خبرو له جزیاتو خبر دی او د جګړې په اړه د دواړو مشرانو دریځونه هم هر چا ته معلوم دي.

هغه وویل، روسیه لا اړتیا لري چې هغو اهدافو ته ورسېږي چې د ترلاسه کولو لپاره یې هغوی په اوکراین کې "ځانګړي پوځي عملیات" پيل کړي دي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين بريد وکړ.

چین د جګړې په اوږدو کې ځان د یو بې طرفه منځګړي په توګه ساتلی، خو د روسیې د یرغل له غندلو څخه انکار او مسکو ته د ولسمشر شي جېنپينګ وروستی سفر د دې لامل شوی چې لویدیځ قدرتونه چین د روسیې په ملاتړ تورن کړي.

چین بیا وایي، په دې باور دی چې "د اوکراین د کړکېچ د هواري "یوازینۍ لاره" د سولې مذاکرات دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG