د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني: چين دې د اوکراین جګړې درولو لپاره پر روسیې فشار واچوي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیره (کیڼې خوا ته) د اپرېل پر ۱۴مه له خپل چیني سیال چن کانګ سره په بیجینګ کې خبري غونډې ته وینا کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره (کیڼې خوا ته) د اپرېل پر ۱۴مه له خپل چیني سیال چن کانګ سره په بیجینګ کې خبري غونډې ته وینا کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې له بیجینګه غوښتي چې د "روسیې یرغلګر" څخه وغواړي چې په اوکراین کې جګړه ودروي.

انالینا بیرباک د اپریل پر ۱۴مه په بیجینګ کې له خپل چینايي سیال چن کانګ سره له کتنې وروسته وویل، "د چین په پرتله بل هیڅ هیواد پر روسیه ډیر نفوذ نه لري".

نوموړې وویل، په تاییوان کې یې د بشري حقونو د مسلو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې او چین ته یې له تایوان سره د کړکیچ د زیاتیدو له خطرونو څخه خبرداری ورکړی دی.

د چین پلازمینې ته د هغې دا سفر له هغه یوه اونۍ وروسته دی چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون او د اروپایي ټولنې مشر اورسولا وون دیر لاین هم له بیجینګ څخه وغوښتل چې د کړکیچ په هواري کې ډیر زیار وباسي.

بیرباک وویل، دا ښه ده چې چین د هواري لپاره خپله ژمنه ښودلې ده خو پر دې خبره یې حیرانتیا څرګنده کړه چې د چین په دریځ کې تر دې دمه ولې د جګړی درولو لپاره په روسیې غږ نه دی شامل شوی.

چین د جګړې په اوږدو کې ځان د یو بې طرفه منځګړي په توګه ساتلی، خو د روسیې د یرغل له غندلو څخه انکار او مسکو ته د ولسمشر شي جېن پېنګ وروستی سفر د دې لامل شوی چې لویدیځ قدرتونو چین د روسیې په ملاتړ تورن کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چن کانګ وویل چې چین په دې باور دی چې "د اوکراین د کړکیچ د حل یوازینۍ لار د سولې او خبرو اترو وده ده". نوموړي ټینګار وکړ چې چین په جګړه کې کوم لوري ته وسلې نه دي ورکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG