د لاسرسي ځای

تازه خبر

فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی مقرر شو


فریدون سینیرلي اوغلو
فریدون سینیرلي اوغلو

ملګرو ملتونو ترک ډیپلوماټ فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د اپرېل پر ۲۵مه، په دې اړه په یوه اعلامیه کې له ښاغلي اوغلو وغوښتل چې د افغانستان د اوسنیو ننګونو د حل لپاره دې شته وضعیت په خپلواک ډول وڅېړي. هغه زیاته کړه چې اوغلو دې دغه وړاندیزونه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.

د اوغلو ټاکنه په داسې حال کې شوې، چې ټاکل شوې د راتلونکې مې میاشتې پر لومړۍ او پر دويمه نېټه ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د ځانګړې غونډې کوربه توب وکړي. همداراز ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره پر افغان ښځو د بندیزونو له وجې ناندرۍ زیاتې کړې دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که تر مې میاشتې پورې یې پر نجونو د تعليم او له دې سازمان سره د افغان ښځو پر کار بندیزونه لیرې نه کړل، نو ښايي له افغانستانه ووځي، خو د طالبانو حکومت وايي چې دا د افغانستان داخلي مسلې دي او په دې اړه د بهرنيانو فشار نه مني.

XS
SM
MD
LG