د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د صحت کارډ له لارې وړیا روغتیايي خدمات بحال شوي


د پېښور د لېډي رېډنګ روغتون یوه نرسه د ډېنګي په تبې د اخته ناروغ درملنې پر مهال - پخوانی انځور.
د پېښور د لېډي رېډنګ روغتون یوه نرسه د ډېنګي په تبې د اخته ناروغ درملنې پر مهال - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د صحت کارډ له لارې د خلکو د وړیا روغتیايي خدماتو بهیر تر څو ساعته ځنډ وروسته بحال شوی دی.

د هغې روغتیايي بیمې پروګرام د اپرېل پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې خلک کولای شي چې په ثبت شویو سرکاري او شخصي روغتونونو کې مفتې معاینې او علاج وکړي.

د صحت کارډ اداره وايي چې په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ څه باندې ۱۰،۰۰۰ ناروغان د پښتورګو (ګردو) د ډایلایسېس او د سرطان تر ۱۵،۰۰۰ زیات ناروغان د درملنې اسانتیاوې ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې، د پاکستان د بیمو چارو حکومتي ادارې (سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن) د خیبر پښتونخوا حکومت له لوري د پیسو نه ورکولو له کبله په هغه صوبه کې د صحت کارډ له لارې د ناروغانو د وړیا درملنې چارې وځنډولې.

هغې ادارې د اپرېل پر ۱۹مه د صوبې هغو ټولو حکومتي او شخصي روغتونونو ته لیک استولی وو چې په صحت کارډ خلکو ته د درملنې خدمات ورکوي.

د پاکستان د بیمو چارو تر ټولو لویې ادارې روغتونونو ته ویلي ول چې د اپرېل له ۲۰مې څخه دې په صحت کارډ د ناروغانو مفتې معاینې او علاج نه کوي.

خو د صحت کارډ پروګرام په خپل بیان کې دا نه دي ویلي چې ایا د خیبر پښتونخوا حکومت سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن ته پیسې ورکړې دي او که نه؟

د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا لنډمهالي سلاکار عابد مجید د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت باید هره میاشت د صحت کارډ پروګرام لپاره ۴.۸ اربه (مېلیارده) روپۍ ورکړي چې د مالي بحران له کبله یې نه لري.

د خیبر پښتونخوا صوبه له اوږدې مودې راهیسې د مالي بحران ښکار ده. د هغې صوبې پخواني اعلاوزیر محمود خان د تېر کال په نومبر کې تور پورې کړی وو چې وفاقي حکومت ورته د برېښنا او ګیس د ګټې پیسې او د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) په پیسو کې خپله برخه نه ورکوي. په هغه وخت کې وفاقي حکومت د نوموړي تور رد کړی وو او دعوه یې کړې وه چې صوبه د ناسمو حکومتي تګلارو له کبله له مالي بحران سره مخامخ ده.

د پېښور په لېدي رېډنګ روغتون کې د یو ناروغ د اېم ار ای معاینه کېږي - پخوانی انځور.
د پېښور په لېدي رېډنګ روغتون کې د یو ناروغ د اېم ار ای معاینه کېږي - پخوانی انځور.

د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې چې د خیبر پښتونخوا اسمبلي ړنګه شوه نو لنډمهالي حکومت هم په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ویلي دي چې صوبه له لویو مالي مشکلاتو سره مخامخ ده. همدا لامل دی چې لنډمهالي حکومت د اپرېل پر ۱۳مه وویل چې په خزانه کې د کافي پیسو نه شتوالي له کبله تر اختر مخکې سرکاري کارکوونکو ته د روانې میاشت تنخاګانې نه شي ورکولای.

د پاکستان تحریک انصاف صوبايي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې د صحت کارډ په نوم د بیمې له لارې د محدودې درملنې پروګرام پیل کړی وو چې بیا د هم هغه ګوند وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ز کال په پای کې وغځاوه.

له دې سره سم، د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي د صحت کارډ په ذریعه تر ۱۰ لکه روپیو پورې وړیا روغتیايي خدمات ترلاسه کولای شي.

د صحت کارډ ووبپاڼه وايي، په خیبر پښتونخوا کې ۷۲ لکه کورنۍ د هغې بیمې له لارې د روغتیا مفتو اسانتیاوو ته لاسرسی لري او د بیمې د پروګرام کلنی لګښت شاوخوا ۱۸ اربه روپۍ دی.

XS
SM
MD
LG