د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د پاکستان سفارت ناظم الامور کابل ته ستون شوی


په کابل کې د پاکستان سفارت. د ۲۰۱۶ز کال انځور
په کابل کې د پاکستان سفارت. د ۲۰۱۶ز کال انځور

د پاکستان چارواکي وايي چې په افغانستان کې يې د سفارت ناظم الامور (شارژدافېر) عبيدالرحمان نظاماني کابل ته ستون شوی او په رسمی توګه يې کار بېرته پیل کړی ده.

نظاماني تر هغې وروسته کابل پرېښود چې کله د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر دويمه د پاکستان د سفارت په انګړ کې ورباندې ډزې وشوې چې دی ورڅخه روغ ووت، البته ساتونکی يې سخت ژوبل شوی وو. د اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) خراسان څانګې د حملې ذمه واري منلې وه.

د اپرېل پر ۱۶مه کابل ته تر رسېدو وروسته عبيدالرحمان نظاماني په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال طاهر خان ته خپله ستنېدنه او د کار پیلولو تصديق وکړ.

د پاکستان يوې حکومتي سرچينې، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې د اپرېل پر ۱۵مه نېټه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي د نظاماني کابل سفارت ته د ستنېدو موضوع د پاکستان بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ټېلېفوني خبرو کې راپورته کړې وه.

طالبانو په وار وار د پاکستان له حکومت څخه د نظاماني کابل سفارت ته د ورستنېدو غوښتنې کړې وې. طالبان دا دعوه کوي چې پر پاکستاني سفارت يې د بريد په تړاو تورن کسان نيولي دي، خو پاکستان په دې اړه ډاډه نه دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو مملکت وزیرې حنا رباني کر او امير خان متقي هم د اپرېل پر ۱۳مه نېټه د افغانستان په اړه په سمرقند کې د هغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې کابل کې سفارت ته د نظاماني د ستنېدو پر موضوع بحث کړی وو.

XS
SM
MD
LG