د پاکستان حکومت د اپرېل پر ۱۵مه ماښام ناوخته د پيټرولو بیې هر لیټر ۱۰ روپۍ ګرانې کړي دي.
ددې اعلان د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار وکړ او زیاته یې کړه چې په نړیوال بازار کې د تېلو نرخونو زیاتېدو او د پاکستان روپۍ ارزښت کمېدو له وجې د تېل په نرخ کې زیاتوالی کوي.
له دې سره په پاکستان کې د پيټرولو نوی نرخ ۲۸۰ روپۍ في لیټر ته اوچت شوی دی. دا راز د خاورو تېل هر لیټر ۵ روپۍ ګران شوي دي.
په پاکستان کې په وروستیو کې د تېلو نرخونه زیات شوي چې ورسره په بازارونو کې د نورو شیانو نرخونه هم زیات شوي دي. په پاکستان کې د ګرانۍ ضد مظاهرې هم شوي دي.
حکومت وایي، د اقتصاد پیاوړتیا او ګرانۍ کمولو هڅې کوي.