د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د حکومت مشر په افغانستان کې د کوکنارو کر منع کړ


د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) د رپورټ پر بنسټ تېر کال افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی وو
د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) د رپورټ پر بنسټ تېر کال افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی وو

د طالبانو د حکومت مشر هبت الله اخندزاده په یو نوي فرمان کې په ټول افغانستان کې د کوکنارو کر منع کړی دی.

دا فرمان د اپرېل پر درېیمه په کابل کې د طالبانو حکومت په کورنیو چارو وزارت کې د یوې خبري ناستې پر ترڅ کې له رسنیو سره شریک شو.

په فرمان کې راغلي چې "د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع ده او هیڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي.”

په دې فرمان کې نه یوازې د کوکنارو کر بلکې په افغانستان کې د ټولو نشه یي توکو د کاروبار د مخنیوي ویل شوي دي.

د دې فرمان په یوه برخه کې راغلي، ”په ټول هیواد کي د نشيي موادو د ټولو ډولونو لکه شراب، هیروئین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو استعمال، انتقال، پیر او پلور، تجارت، واردات او صادرات او د نشه یي توکو د تولید کارخانې په جدي توګه منع دي.”

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له دې فرمان څخه د سرغړونکو په اړه وویل، "هېڅ څوک دا حق نه لري چې له دې فرمانه سرغړونه وکړي که بالفرض خدای مه کړه بیا هم څوک سرغړونه وکړي،د قانون منګلو ته به سپارل کېږي او د هغو په اړه به شرعي او قانوني پرېکړه کېږي."

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وه چې دوی له هغو کروندګرو سره نرم چلند یا ګوزاره کوي چې کوکنار یې کرلي.

طالبان د دې کار لامل، د کروندګرو خراب اقتصادي وضعیت، بېوزلي او ترڅنګ یې د یوې بدیلې لارې نه درلودل په ګوته کړي وه.

د طالبانو مشر دا فرمان داسې مهال ورکړی چې د اسوشیټډ پرس خبري اژانس په یو تازه ویډیویي رپورټ کې لیدل کېږي، چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې بزګر د کوکنارو له کروندو حاصل ټولوي او د کوکنارو په یوه لویه کرونده کې لسګونه کارګر د شیرې د راټولولو په حال کې دي.

په دې وېډیو کې ښکاري چې په نادعلي کې د کوکنارو کروندې ته نږدې په یوه لویه خونه کې بزګران ټول دي. څوک چای او ډوډۍ خوري، خو یوه ډله بیا د کوکنارو ټوله شوې شیره تلي او په کڅوړو کې یې اچوي.

د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) د رپورټ پر بنسټ تېر کال افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی و او د کوکنارو محصولات د دغه هېواد د اقتصاد ۱۱ فیصده برخه جوړوله.

د افغانستان لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې سیګار د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د مې میاشتې په رپورټ کې د یو امریکايی چارواکي په حواله اټکل شوی، چې طالبان ۶۰ سلنه خپل کلنۍ عاید له غیرفانوني نشه يي توکو تر لاسه کوي.

د یادونې ده، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال هم د هلمند په ګډون په یو شمېر نا امنو ولایتونو کې کوکنار کرل کېدل او په ښارونو کې د نشه یي موادو او الکولي مشروباتو تولید، پلور او پیر هم کېده، چې وخت نا وخته به یې د کاروباریانو د نیول کېدو رپورټونه هم ورکړل کېدل.

رپورټ: فیروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG