د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرايیلیو الوتکو پر سوریې بمباري کړې ده


اسراييلۍ الوتکې د پرواز پر مهال - انځور له ارشيفه
اسراييلۍ الوتکې د پرواز پر مهال - انځور له ارشيفه

اسراییلیو الوتکو د اپرېل پر نهمه په شام (سوریه) کې پر ځينو اهدافو بمباري کړې ده.

رسنيو ويلي‌ چې دا بریدونه تر هغه وروسته وشول چې د شام له شمال ختیځې سیمې څخه پر اسراییلو راکټونه وویشتل شول. په عامه توګه د شام له اړخه په اسراییلو د راکټونو بریدونه ډېر کم کېږي.

دواړو هېوادونو سمدستي د ورستیو بریدونو په نتیجه کې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چېد اپرېل پر نهمه د بېلابېلو مذهبي مراسمو ترسره کېدو پر مهال په بیت المقدس ښار کې حالات کړکېچن دي.

د یاد ښار غربي دېوال ته زرګونه یهودان ورغونډ شوي او خپل کلنی جشن لمانځي.

داراز ګڼ مسلمانان هم د روژې میاشتې پر مهال د بیت المقدس الاقصی جومات ته ورځي او عیسویان د نړۍ د نورو برخو په څېر په بیت المقدس کې خپل اختر یا ایسټر لمانځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG