د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو زیلینډ له سري لنکا څخه د ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ ګټلې ده


نیو زیلینډي بیټران د اپرېل پر اتمه د سیالۍ تر ګټلو وروسته له لوبغالي څخه روان دي.
نیو زیلینډي بیټران د اپرېل پر اتمه د سیالۍ تر ګټلو وروسته له لوبغالي څخه روان دي.

نیو زیلینډ د ۲۰ اووره کرکټ د درو سیالیو په لوبلړۍ کې سري لنکا ته ماتې ورکړې ده.

د دواړو هېوادونو ترمینځ سیالۍ د اپرېل پر دویمه پیل شوې وې او وروستۍ هغه یې د اپرېل پر اتمې وشوه.

په کوینزټاون لوبغالي کې سري لنکا لومړی بيټېنګ وکړ او کوربه لوبډلې ته یې د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.

نیو زیلینډۍ لوبډلې هغه هدف په وروستي اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

تر دې مخکې په لومړۍ سیالۍ کې سري لنکا ۱۹۶ منډې کړې او نیو زیلینډ هم ۱۹۶ منډې وکړې چې ورسره سیالي مساوي شوه خو بیا د سوپر اوور یا یو اوور لوبه وشوه چې پکې سري لنکا بریا ترلاسه کړه.

خو د اپرېل پر پینځمه د سري لنکا لوبډله په ۱۴۱ منډو وسوځېده او نیو زیلینډ په دویم بیټېنګ کې په ۱۵م اوور کې هدف پوره کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG