د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: پاکستان دې پر سختدريځه ډلو د بنديز قانون جوړ کړي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو (کيڼ) او د هغه پاکستانی سيال شاه محمود قرېشي (ښی) سپټمبر ۲۰۱۸
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو (کيڼ) او د هغه پاکستانی سيال شاه محمود قرېشي (ښی) سپټمبر ۲۰۱۸

پراګ- امريکا له پاکستانه غوښتنه کړې چې پر سختدريځه ډلو دې د بنديز لپاره قانون جوړ کړي. د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د اکتوبر پر ۳۱مه په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان هغه سختدريځې ډلې سپينې ګرځولي چې د ملګرو ملتونو او امريکا تر بنديز لاندې ډلو کې شامل دي. دا غوښتنه تر هغه وروسته شوې چې د پاکستان يو عدالت د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه د حافظ سعيد تر مشرۍ لاندې د حکومت لخوا پر جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډېشن لګېدلې بنديزونه ليرې کړل.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډېشن څخه بنديزونه ليرې کول د پاکستان د هغه ژمنتيا خلاف عمل دی چې دغه هېواد د ناقانونه پیسو د کنټرول او څار نړیوالې ادارې (فايننشل اېکشن ټاسک فورس) سره د ترهګرو ډلو او ناقانونه پيسو د مخنيوي په لړ کې کړې وه. د پاکستان حکومت دا دوې ډلې د روان کال په فبروري مياشت کې تر هغه وروسته تر بنديز لاندې راوستې کله چې د ناقانونه پیسو د کنټرول او څار نړیوالې ادارې په همهغه مياشت کې په شوې غونډه کې پرېکړه وکړه چې پاکستان به په جون مياشت کې د ترهګرۍ د تمویلوونکو هېوادونو د څار په خړ لېسټ کې ورګډوي.

دا چې پاکستان ولې پر دغو دوو ډلو لګېدلی بنديز ليرې کړ؟ د خېبر پښتونخوا د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور دا اقدام ناسم ګڼي او وايي کله چې غېر رياستي عناصر په رياست کې دننه د رياست په ډول کارونه پېل کړي نو له دې څخه داسې ښکاري چې د رياست اخلاقي حاکميت پر ځای پاتې نه شو.

"پاکستان د فايننشل اېکشن ټاسک فورس په خړ ليسټ کې شامل شو او تور ليسټ ته روان دی يا امريکا دا وايي چې پر دغو ډلو بنديز ولګوه او پاکستان يې نه پر لګوي نو بيا بايد وکتل شي چې پاکستان قامي ګټه و څه ته وايي او دا څوک سنجوي."

د پاکستان مخکيني ولسمشر ممنون حسېن د روان ۲۰۱۸م کال په فبروري میاشت کې د ۱۹۹۷م کال ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلون ارډيننس جاري کړ او جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډېشن ډلې يې لاقانونه ډلې وګرځولې. خو د اکتوبر پر ۲۵مه په اسلام اباد هايکورټ کې د حافظ سعيد په درخواست کې هغه ارډيننس چېلنج کړل شو. ياد ارډيننس د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا لخوا د یادو ډلو د څار په نوملړ کې تر شاملولو وروسته راوړل شوی و. د حافظ سعيد وکيل راجه رضوان عدالت ته ويلي و چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ نوي حکومت د دغه صدارتي ارډيننس موده نه ده غځولې او نه يې ارډيننس د قانون جوړېدو لپاره پارليمان ته وړی دی نو نور نه شي پلي کېدای.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د امنيتي چارو پوه بريګيډيېر سعد محمد خان وايي چې د پاکستان لپاره اړينه ده چې پر دغو ډلو بنديز ولګوي او که داسې ونکړي نو بيا له مشکلاتو سره مخامخ کېدلای شي.

"په دا وروستيو کې فايننشل اېکشن ټاسک فورس پاکستان ته ځينې غوښتنې په ليکلې بڼه ورکړي دي او څه وخت يې هم ورکړی دی. نو پر هغه به پاکستان عملدارامد کوي. که پر دغو ډلو بنديز لګول په کار وي نو دا اوس هم لګېدای شي."

امریکا او هند تور پوري کوي چې د حافظ سعيد په مشرۍ لشکر طيبه وسله واله ډله په ٢٠٠٨م کې د هند په ممبيي ښار کې په هغه ترهګر بريد کې لاس لري چې د ځېنو بهرنيانو په ګډون ۱۶۶ کسان پکې وژل شوي ول خو حافظ سعيد دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG