د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مشر وايي فنلېنډ به په نږدې ورځو کې د اېتلاف رسمي غړی شي


 فنلېنډ او سویډن د ۲۰۲۲ م کال په مې کې د ناټو غړيتوب ته مخه کړه، انځور له ارشیفه
فنلېنډ او سویډن د ۲۰۲۲ م کال په مې کې د ناټو غړيتوب ته مخه کړه، انځور له ارشیفه

د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ ویلي چې فنلېنډ به په څو ورځو کې دننه د یادې اتحادیې رسمي غړیتوب ترلاسه کړي.

سټولټنبرګ د مارچ پر ۳۱ پر ټوېټر ولیکل چې په راتلونکو ورځو کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د فنلېنډ بیرغ پورته کولو ته سترګې په لار دی.

نوموړي د فنلېنډ ولسمشر ته د ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره د وروستي خنډ د لیرې کولو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې دوی په ګډه پیاوړي او خوندي دي.

له څو میاشتني ځنډ نه وروسته، د ترکیې پارلېمان د مارچ پر ۳۰مه د فنلېنډ غوښتنلیک منظور کړ او د امریکا په مشرۍ د پوځي اتحاد د غړیتوب په لاره کې یې د فنلېنډ لپاره وروستی خنډ لیرې کړ.

سټولټنبرګ په یوه جلا بیان کې وویل چې "فنلېنډ ډیر قوي ځواکونه، پرمختللي وړتیاوې او پیاوړې جمهوري ادارې لري. هغه وویل: "فنلېنډ به زموږ اتحاد ته ډېر څه راوړي."

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران راتلونکې اوونۍ په برسلز کې د دې اتحاد په مرکزي دفتر کې غونډه کوي. تمه کېږي چې د فنلېنډ غړیتوب به په هغه غونډه کې رسمي شي.

په ۲۰۲۲ز کال پر اوکراین د روسیې یرغل د اروپا امنیت زیانمن کړ او فنلېنډ او د هغه ګاونډی سویډن یې دې ته اړ کړل چې د لسیزو غیرجانبداري پرېږدي او په ناټو اتحاد کې د شاملېدو هڅه وکړي. خو د سټاک هوم غوښتنلیک تر دې دمه د ترکیې او هنګري د مقاومت له امله پخپل ځای پاتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG