د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې په ناټو کې د فېنلینډ ورګډېدو درخواست منظور کړی دی


په اروپايي ښار برسلز کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د غړو هېوادونو بېرغونه لګېدلي دي ـ پخوانی انځور
په اروپايي ښار برسلز کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د غړو هېوادونو بېرغونه لګېدلي دي ـ پخوانی انځور

د ترکیې پارلېمان د مارچ پر ۳۰مه په ناټو د فېنلینډ ورګډېدو درخواست منظور کړی دی.

له دې اقدام سره د شمالي اروپايي هېواد پر وړاندې په هغه غربي پوځي اېتلاف کې د شاملېدو وروستی خنډ لیرې شوی دی.

د ترکیې په پارلېمان کې موجودو ټولو ۲۷۶ غړو د فېنلینډ د غوښتنلیک په حق کې رایه ورکړه. تر دې یوشمېر ورځې مخکې د هنګري پارلېمان هم د فېنلینډ درخواست منلی وو.

د ۳۰ هېوادونو اېتلاف باید په یوه خوله د نویو غړیو ورشاملېدل تایید کړي او ترکیه او هنګري د ناټو وروستي دوه غړي ول چې د فېنلینډ غوښتنلیک یې ومانه.

په اېتلاف د سویډن د ورګډېدو درخواست لا هم د ځنډ ښکار دی ځکه چې تر اوسه ترکیې او هنګري نه دی تایید کړی.

د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسيې یرغل په فېنلینډ او سویډن کې اندیښنې زېږولې وې. تر دې وروسته د فېنلینډ ولسمشر ساولي نینېسته او وزیراعظمې سنا مرین د مې پر ۱۵مه په هېلسېنکي کې په ولسمشریزه ماڼۍ کې د خبري غونډې پرمهال اعلان کړې و، چې هېواد یې اراده لري چې ناټو ته د غړیتوب غوښتنلیک ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG