د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردوغان: په ناټو کې د فينلېنډ او سویډن غړیتوب تر هغه وخته نه منو چې اړین "اقدامات" ونکړي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نومبر پر پنځمه په استنبول کې د ناټو له مشر ینس سټولټنبرګ سره ملاقات وکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نومبر پر پنځمه په استنبول کې د ناټو له مشر ینس سټولټنبرګ سره ملاقات وکړ

ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ترکیه به په ناټو کې په رسمي توګه د فنلېنډ او سویډن غړیتوب تر هغه وخته ونه مني چې دواړه هېوادونه اړین "اقدامات" ونکړي.

نوموړي دا خبره د نومبر پر پنځمه په استنبول کې د ناټو له مشر ینس سټولټنبرګ سره په ملاقات کې کړي دي.

ترکیې فنلېنډ او سویډن په دې تورن کړي چې د هغو کرد وسله والو لپاره یې خوندي پټنځایونه برابر کړي چې دوی یې "ترهګر" ګڼي.

ترکیې د جون په میاشت کې پر یوې هوکړې سربېره په ناټو اتحاد کې د دواړو هیوادنو غړیتوب نه دی منلی.

د ترکیې ولسمشر یادونه وکړه چې د سویډن او فنلېنډ لخوا اخیستل شوي ګامونه به څرګنده کړي چې د تصویب پروسه به څومره ګړندۍ وي او کله به پای ته ورسیږي؟

پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته فنلېنډ او سویډن په پوځي برخه کې د غیرجانبدارۍ پالیسي ختمه کړه او په مې په میاشت کې یې د ناټو غړيتوب ته مخه کړه.

خو ولسمشر اردوغان د دوی د هڅو مخنیوي ګواښ وکړ او د ځینو رعایتونو غوښتنه یې وکړه. د جون په میاشت کې د ترکیې، فنېلینډ او سویډن ترمنځ یوه معامله وشوه چې ترکیې ته د مطلوبو کسانو له هیواده د اېستلو او معلوماتو شریکولو شرایط پکې شامل وو.

د سویډن نوی وزیراعظم اولف کریسټرسن به له ولسمشر اردوغان سره د ملاقات لپاره د نومبر پر اتمه انقرې ته سفر کوي. سویډن تمه لري چې دا سفر به د ترکیې د تصویب لامل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG