د اوکراین د دونیڅک په بېلابېلو سیمو کې د روس او اوکراین ځواکونو ترمینځ درنه جګړه روانه ده.
د اوکراین پوځ د مارچ پر ۲۷مه وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسي سرتېرو د بخموت ښار د نیولو هڅې جاري ساتلي او د دونیڅک پر یو بل ښار اودېیېوکا باندې هم بریدونه زیات کړي دي.
د اوکراین پوځ په خپل ورځني رپورټ کې ویلي چې په بخموت ښار او شاوخوا سیمو کې یې د روسي ځواکونو ۶۰ بریدونه په شا تمبولي دي. د رپورټ ترمخه روسي پوځیان د اوکراین پوځي او ولسي ځایونه په نښه کوي چې پکې د نور زیان ترڅنګ ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د اوکراین پوځ زیاتوي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دونیڅک او خارکیف سیمو کې دوه ولسي وګړي وژل شوي دي. مشال راډیو او نورو خپلواکه سرچینو د دې دعوو تصدیق نه دی کړی او روسیې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا راز د اوکراین ولسمشر دفتر وايي چې ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د مارچ پر۲۶مه د هېواد له اعلا پوځي او استخباراتي چارواکو سره یوه غونډه کړې او د جګړې د لومړۍ کرښې په حالاتو او خپلې دفاع لا پياوړتیا یې خبرې کړي دي.