د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې بارانونو يو شواروز کې ۴ کسان وژلي او ۱۷ ژوبل کړي دي


چارواکي وايي، د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې یو شمېر کورونو ته په جزوي توګه تاوان رسېدلی: انځور له ارشیفه
چارواکي وايي، د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې یو شمېر کورونو ته په جزوي توګه تاوان رسېدلی: انځور له ارشیفه

په خېبر پښتونخوا کې په تير يو شواروز کې د بارانونو په تازه لړۍ کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم د ادارې ویاند تيمور خان نن (د مارچ پر ۲۵مه) مشال راډيو ته وويل چې په دغو کې زیاتره مرګ ژوبله د کورونو راپریوتو له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې له دې بارانونو د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې پنځو کورونو ته په جزوي توګه تاوان رسېدلی او يو کور په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

د يادې ادارې په وينا د صوبې ټولو ضلعي کمېشنرانو ته د هر ډول ناوړه حالاتو لپاره د چمتو اوسیدو امر شوی دی.

بلخوا د پاکستان د موسمیاتو وفاقي اداره وايي چې نن د مارچ د ۲۵مې تر شپې ناوخته پورې به د خيبر بښتونخوا په يو شمېر سیمو کې د باران لړۍ روانه وي، البته د اتوار او ګل په ورځ به د باران دا لړۍ ولاړه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG