د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان کې زلزلې سلګونه کورونه زیانمن کړي او ۱۰۰ زیات څاروي یې وژلي دي


په تاجکستان کې تر دې مخکې هم زلزلو کورونو ته زیانونه اړولي دي - پخوانی انځور.
په تاجکستان کې تر دې مخکې هم زلزلو کورونو ته زیانونه اړولي دي - پخوانی انځور.

په تاجکستان کې دوو زلزلو سلګونه کورونو ته زیان رسولی دی او پکې تر ۱۰۰ زیات څاروي وژل شوي دي.

د هغه هېواد د بیړنیو چارو کمېټۍ ویاندې امېدې یوسفي په یو بیان کې ویلي دي چې د مارچ پر ۲۳مه د لومړۍ زلزلې مرکز د سغد ولایت د غرییزې سیمې یو کلی وو. بیان وايي، زلزله تر نیمې شپې وروسته راغلې او پر رېښتر درجې یې شدت پینځه یا شپږ وو.

په بیان کې راغلي چې خلکو په پلازمېنې دوشنبې، رشت او د ګورنو-بدخشان په خپلواکه سیمه کې هم احساس کړه.

د چارواکو په خبره، دویمه زلزله په هم هغه غرییزه سیمه کې سهار شاوخوا اته بجې راغله خو شدت یې کم وو.

یوسفي وايي، په زلزله کې خلکو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

خو د پالدوراک کلي یو چارواکي رجب محمد بدلوف مشال راډيو ته وویل چې زلزلې شاوخوا ۳۰۰ کورونو ته زیان اړولی دی او تر ۱۰۰ زیات څاروي یې وژلي دي.

دی زیاتوي چې د سیمې ډېری اوسېدونکي د زلزلو د ټکانونو له وېرې د پنجشنبې (زیارت) شپه له کورونو بهر تېروي.

امېدې یوسفي مشال راډيو ته وویل چې حکومت د زیانونو د معلومولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړوي.

په تاجکستان کې تر زلزلو دوه ورځې مخکې د مارچ پر ۲۱مه په پاکستان او افغانستان کې په زوروره زلزله کې لږترلږه ۱۳ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG