د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ایران پر یوشمېر شرکتونو او وګړو بندیزونه لګولي دي


د کییف په فضا کې د روسیې یوه ډرون الوتکه - پخوانی انځور.
د کییف په فضا کې د روسیې یوه ډرون الوتکه - پخوانی انځور.

امریکا د ایران پر هغو شرکتونو او وګړو تازه بندیزونه لګولي چې د بې پیلوټه الوتکو جوړولو لپاره د سامانونو په برابرولو تورن دي.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر او د پلټنو وفاقي ادارې ( اېف بي ای) په ګډه په ایران او ترکیه کې پر څلورو شرکتونو او درو کسانو بندیزونه لګولي دي.

پر هغوی تور دی چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو او د وسلو د پروګرامونو لپاره استعمالېدونکي سامانونه یې اخېستي دي.

امریکايي دفاعي چارواکي وايي، ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي، چې په اوکراین کې "د ولسي وګړو او ملکي بېخبنا یا انفراسټرکچر" پرضد کارول شوي دي.

غربي هېوادونه تور پورې کوي چې روسیې په اوکراین کې د پوځي او ملکي اهدافو پر ضد د ایران جوړ سلګونه جنګي ډرونونه او داسې نورې بې پیلوټه الوتکې کارولې دي چې پر هدف ورغورځي او چوي.

روسیې په جګړه کې د ایرانیو ډرون الوتکو له کارولو انکار کړی دی خو ایران دا منلې چې هغه هېواد ته یې بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي.

البته تهران دعوه کوي چې الوتکې یې د هغه قرارداد له مخې ورکړې دي چې په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل مخکې منظور شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG