د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس پر جنوبي اوکراين ګڼ ډرون بریدونه کړي دي


په نيپرو پیترووسک کې د روسي بمباريو ويجاړی
په نيپرو پیترووسک کې د روسي بمباريو ويجاړی

روس د اوکراین په جنوب ختیځه سیمه نيپرو پیترووسک کې د نومبر پر نهمه "د ځانمرګي ډرون" بریدونه کړي دي.

د سیمه ییزې پوځي ادارې مشر وویل چې په بریدونو کې یو شمېر کسان زخمیان شوي او ملکي املاکو ته نقصان رسېدلی. په بې پايلټه وړو الوتکو پورې بمونه تړل کيږي او بیا په بېلابېلو ځايونو کې غورځول کيږي نو ځکه ورته "ځانمرګي ډرونونه" وايي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ کې په دونیڅک او د هیواد په جنوب کې سخته جګړه روانه ده. د نيپرو پیترووسک ګورنر ویلینټين ریزنيشینکو وویل: "قبضه کوونکو په سیمه کې په پراخه کچه ځانمرګي ډرون حملې کړې دي. زموږ هوايي دفاعي نظام پنځه ‌ډرون تباه کړل. هغوی پر نیپرو ښار هم حمله وکړه او یوه لاجیسټيک کمپني یې په نښه کړه. څلور کارکوونکي زخمیان شول چې د دريوو حالت پکې ښه نه دی."

روسي ځواکونو پر نیکوپول سیمه هم د میزایلو او توپونو حملې کړي دي. ریزنيشینکو وویل چې په بمبارۍ کې کورونو، یوې کارخانې او د بجلۍ لاین ته هم نقصان رسېدلی خو ځاني زیان نه دی شوی.

د اوکراین ولسمشر وولودېمیر زېلینکسي په کییف کې ژمنه وکړه چې هیواد به یې په دونیڅک کې چرته چې سخته جګړه روانه ده، په هیڅ صورت د ځمکې یو سینټي میټر هم تسلیم نه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG