د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېلابېلو هېوادونو عدلیې وزیران د پوتين د نيولو د حکم د ملاتړ لپاره غونډه کوي


د روسیې ولشمر ويلادېمير پوتين
د روسیې ولشمر ويلادېمير پوتين

ټاکل شوې چې د مارچ پر ۲۰مه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د عدلیې وزیران په لندن کې د جرمونو نړيوال عدالت (ای سي سي) له خوا د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د نيولو د حکم په اړه د هغه عدالت د ملاتړ زیاتولو لپاره غونډه کوي.

ای سي سي د روسیې ولسمشر ولادېمير پوتين په دې "جنګي جرم" تورن کړی چې په خبره يې، له اوکراین څخه يې په "سلګونو ماشومان په غیرقانوني توګه انتقال" کړي دي.

مسکو دا تورونه ردوي او وايي چې دا د منلو وړ نه دي ځکه چې روسيه د ای سي سي غړې نه ده او همدا وجه ده چې په هغه هېواد کې قانوني ځواک نه لري.

د جرمونو نړیوال عدالت په نېدرلینډز کې دی او د نړۍ ۱۲۳ هېوادونه یې غړي دي. یاده محکمه په غړو هېوادونو کې د جنګي جرمونو دوسیې څېړي او که عدالت د چا پر خلاف پرېکړه وکړي او تورن کس په غړي هېواد کې موجود وي نو د عدالت د حکم د پرځای کولو په موخه یې پولیس نیولی او عدالت ته سپارلی شي.

د روسیې، چین او د امریکا ترڅنګ یوشمېر هېوادونه د جنایتونو نړیوال عدالت غړي نه دي خو د عدالت له دې پرېکړې سره پوتین ۱۲۳ غړو هېوادونو ته د سفر پر مهال د پولیسو له خوا د نیول کېدو خطر سره مخامخېدای شي.

XS
SM
MD
LG