د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې روان کال د پولیو لومړنۍ پېښه ثبت شوه


د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې پخلی کړی چې په بنو کې یو ماشوم د پولیو یا ګوزڼ وایرس ځپلی دی.

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، سږکال ( ۲۰۲۳ز) په پاکستان کې د پوليو ناورغۍ دا لومړۍ پېښه ده. په ۲۰۲۲ز کال کې په ټول پاکستان کې د پوليو ۲۰ کیسونه رپورټ شوي ول چې ۱۷ یې یوازې په شمالي وزیرستان کې وو. د پولیو دوه کېسونه په لکي مروت او یو په جنوبي وزیرستان کې رپورټ شوی وو.

د بنو د صحت څانګې وياند نعمان خان د مارچ پر ۱۷مه مشال ریډیو ته وویل چې د بنو په بکاخیلو کې يو درې کلن ماشوم د ګوزڼ ناروغۍ وهلی دی.

نعمان وویل چې په سیمه کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو کمپاينونونه يې تيز کړي دي چې دارنګ د دې ناورغۍ مخنيوی وشي.

په شمالي وزیرستان کې د فبرورۍ له ۱۳مې تر ۱۵مې د پوليو ضد واکسینو کمپاين چلول شوی وو. هغه مهال د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته ویلي وو چې په هغه کمپاین کې د ضلعې يو لاک او دوه څلوېښت زره هغو ماشومانو ته د پوليو یا ګوزڼ د مخنیوي څاڅکي ورکړل شوي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.

د نوموړي په وینا هغه کمپاين د ۶۲۱ روغتيايي ډلو په مټ تر سره شوی وو چې د امنیت لپاره یې کوټلي اقدامات شوي وو. خټک د سیمې له علماوو، مدني ټولنو او قبایلي مشرانو غوښتنه کړې وه چې د پوليو ټيمونو ملاتړ دې وکړي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو یا ګوزڼ وایرس لا هم موجود دی.

په افغانستان کې د مارچ پر ۱۳مه د پوليو وايرس د مخنيوي لپاره څلور ورځنی د واکسينو کمپاين پیل شوی وو. په افغانستان کې سږکال تراوسه پورې د پوليو هېڅ يوه پېښه نه ثبت شوې البته تېرکال يوازې دوه ماشومان چې پکې يو په کونړ او بل په پکتيکا ولایتونو کې وو، په وايرس اخته شوي ول

XS
SM
MD
LG