د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د پوليو ضد واکسینو درې ورځنی کمپاين پيل شوی


 په پاکستان کې هر کال د پولیو واکسينو کمپاينونه کيږي - انځور له ارشیفه
په پاکستان کې هر کال د پولیو واکسينو کمپاينونه کيږي - انځور له ارشیفه

په شمالي وزیرستان کې د فرورۍ له ۱۳مې د معذورونکي وایرس، پولیو پر ضد د واکسینو درې ورځنی کمپاين پيل شوی دی.

د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر ریحان ګل خټک د فرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې په دې کمپاین کې به د ضلعې يو لاک او دوه څلوېښت زره هغو ماشومانو ته د پوليو یا ګوزڼ د مخنیوي څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.

د نوموړي په وینا د کمپاين د ۶۲۱ روغتيايي ډلو په مټ کيږي چې د امنیت لپاره یې کوټلي اقدامات شوي دي. خټک د سیمې له علماوو، مدني ټولنو او قبایلي مشرانو غوښتنه وکړه چې د پوليو ټيمونو ملاتړ وکړي.

په تېر ۲۰۲۲ کال کې په ټول پاکستان کې د پوليو ۲۰ کیسونه رپورټ شوي وو چې ۱۷ یې یوازې په شمالي وزیرستان کې دي. د پولیو دوه کېسونه په لکي مروت او یو په جنوبي وزیرستان کې رپورټ شوی دی.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو یا ګوزڼ وایرس لا هم موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG