د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې شاوخوا ۱۰ ميليونه ماشومانو ته پوليو وايرس ضد واکسين ورکول کېږي


پاکستان او افغانستان د نړۍ يوازيني هغه دوه هېوادنه دي چې پکې لاهم د پوليو وایرس شته. پخوانی انځور
پاکستان او افغانستان د نړۍ يوازيني هغه دوه هېوادنه دي چې پکې لاهم د پوليو وایرس شته. پخوانی انځور

په افغانستان کې نن (مارچ ۱۳مه) د پوليو وايرس د مخنيوي لپاره د واکسينو کيمپېن پيليږي.

د ماشومانو د خير ښېګړي لپاره د ملګرو ملتونو سازمان يونېسېف وايي چې په څلور ورځني کمپېن کې به له ۵ کلونو څخه کم عمره شاوخوا ۱۰ مېلیونه ماشومان واکسینوي.

د يونيسېف د پوليو واکسينو څانګې عامه اړيکو مشر کمال شاه د مارچ پر ۱۳مه مشال راډيو سره په خبرو کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې خپل ماشومانو دې واکسين کړي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ يوازيني هغه دوه هېوادنه دي چې پکې لاهم د پوليو وایرس شته.

په افغانستان کې سږکال تراوسه پورې د پوليو هېڅ يوه پېښه نه ثبت شوې البته تېرکال يوازې دوه ماشومان چې پکې يو په کونړ او بل په پکتيکا ولایتونو کې وو، په وايرس اخته شوي ول.

په ۲۰۲۲ز کال کې په پاکستان کې د پوليو ۲۰ پېښې رپورټ شوې وې چې ۱۷ یې یوازې په شمالي وزیرستان کې وې. د پولیو دوې پېښې په لکي مروت او یوه په جنوبي وزیرستان کې ثبت شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG