د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون د استادانو احتجاج لا هم دوام لري‌


د پېښور پوهنتون استادان په پوهنتون کې د امنیت خوندي ساتنې غوښتنه کوي.
د پېښور پوهنتون استادان په پوهنتون کې د امنیت خوندي ساتنې غوښتنه کوي.

د پېښور پوهنتون د هاسټلو د امنیتي ادارې د مشر تر وژل کېدو وروسته د استادانو له خوا پیل شوی احتجاج په شپږمه ورځ هم دوام لري.

د پوهنتون د استادانو اتحادیې پیوټا دا احتجاج د مارچ پر شپږمه له هغه وروسته پېل کړی وو چې د پوهنتون یو امنیتي ساتونکي د هاسټلونو د امنیتي ادارې مشر ثقلین بنګش په ډزو وواژی.

تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۰مه د اسلامیه کالج پوهنتون یو بل ساتونکي د یاد پوهنتون یو استاد پروفیسر بشیراحمد وژلی وو.

پولیس وایي د ثقلېن بنګش او پروفیسر بشیر احمد په وژلو تورن دواړه کسان یې نیولي دي او پلټنې ترې روانې دي.

د استادانو اتحادیې پیوټا جنرل سیکرټري ډاکټر سلېمان خان د مارچ پر لسمه مشال راډیو ته وویل، په پوهنتون کې د ناامنۍ پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه نه و پورته شوي.

ده وویل، "یو تن دلته قتل وکړ او بیا له وسلې سره بهر ووت، دلته سیکیوریټي کیمرې هم لګېدلې دي خو هغوی کار نه کاوه. د ناامنۍ او نورې مسلې د وایس چانسلر له لاسه دي او چې ترڅو دا وي نو د دې مسلو حل ممکن نه دی."

نوموړي زیاته کړه چې که غوښتنې یې ونه منل شي نو استادان به پر سړکونو احتجاج پیل کړي.

د احتجاج یو بل ګډونوال او د پاکستان د ټولو پوهنتونو د کارکونکو د اتحادیې مشر جمیل چترالي مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د دواړو پېښو عدالتي پلټني وکړي.

ده وویل، "اوس د خیبرپښتونخوا په نورو پوهنتونونو کې هره ورځ دوه دوه ساعته علامتي هړتال کیږي خو که غوښتنې مو ونه منل شي نو د مارچ له ۱۳مې به په نورو پوهنتونو کې هم پوره هړتال پیل شي."

په پېښور پوهنتون کې مظاهرې دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

بلخوا زده کونکي شکایت کوي چې د استادانو د احتجاج له کبله د دوی زده کړې اغېزمنې شوې دي. دوی د استادانو لخوا د کلاسونو نه اخیستو پرضد احتجاجي پرلت وهلی دی.

د پېښور پوهنتون زده کونکی جنید اقبال وایي د استادانو د غوښتنو ملاتړ کوي خو د زده کړو د بندیز په حق کې نه دی.

ده مشال راډیو ته وویل، ''ما په اېم فل کې داخله اخیسته، د هړتال له کبله تاریخ تېر شو. د پي اېچ ډي کولو والا نورو کسانو ته د دې هړتال له وجې ستونزې دي.''

د پېښور پوهنتون انتظامیه وایي، د ستونزې د حل لپاره یې کمیټۍ جوړه کړې ده چې د پېښو په اړه معلومات او وړاندیزونه ټولوي او پر هغه به په لسو ورځو کې انتظامیې ته رپورټ ورکوي.

XS
SM
MD
LG