د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون استادانو د خپلو غوښتنو لپاره پرلت وهلی دی


دا د مارچ پر شپږمه د پېښور پوهنتون د زده کوونکيو د مظاهرې انځور دی.
دا د مارچ پر شپږمه د پېښور پوهنتون د زده کوونکيو د مظاهرې انځور دی.

د پېښور پوهنتون د استادانو اتحاديې پیوټا او د ملازمينو سازمان جواینټ اېکشن کمېټۍ په ګډه نن (مارچ اوومه) د وایس چانسلر له څوکۍ څخه دلیرې کولو په ګډون د ځينو نورو غوښتنو پرلت وهلی دی.

د ملازمينو اتحاديې د مارچ پر شپږمه په بیان چې يو نقل يې مشال راډيو هم ترلاسه کړی، ويلي چې د مارچ له اوومې څخه د غوښتنو تر منلو پورې به په پوهنتون کې بشپړ هړتال وي او پر دې مهال به د زده کړو ترڅنګ امتحانونه، داخلې او نورې انتظامي چارې هم نه ترسره کېږي.

په بیان کې پینځه غوښتنې ليکل شوې چې پکې د وایس چانسلر له څوکۍ څخه لیرې کول، د پوهنتون د هاسټلونو د امنیتي مشر ثقلین بنګښ د وژنې عدالتي پلټنې، پوهنتون له وسلو پاکول، د امنیتي ساتونکيو نفسیاتي معاینه او هغوی د اهليت پر بنیاد ګمارل او په پوهنتون کې په عارضي بنیادونو د ملازمينو بهرتیانو ختمول شامل دي.

تر دې اعلان وروسته نن (مارچ اوومه) استادانو او ملازمينو په شریکه په پوهنتون کې احتجاجي پرلت وهلی دی چې ورته د دوی مشران ويناوې کوي. د استادانو اتحاديې وياند ظفر خان مشال راډيو ته وويل چې دا مهال د دوی پرلت روان دی چې پکې د استادانو په ګډون نور ملازمين هم ګډون لري.

دوی دا فیصله تر هغې وروسته کړې چې د مارچ پر پینځمه پوهنتون د ویاند عدنان خان په وینا، یو امنیتي ساتونکي د هاسټلونو د امنیت لپاره د سېګما په نامه د شخصي کمپنۍ (شرکت) يو مشر ثقلین بنګښ وژلی وو. د هغه د وژنې پرضد د مارچ پر شپږمه نېټه د پوهنتون زده کوونکيو د ټولو سازمانو متحده طلبا محاذ احتجاجي مظاهره وکړه. دوی د ترهګري نامنلو شعارونه ورکول.

دوی له اکاډميک بلاک څخه د پوهنتون تر لويې دروازې پورې لاريون وکړ. په مظاهره کې شامل جنيد اقبال مشال راډيو ته وويل چې غوښتنه کوي چې پوهنتون دې له سېګما کمپنۍ سره تړون ختم کړي.

دوی تور پورې کړ چې دا پېښه د پوهنتون د انتظاميې د غفلت له کبله شوې ده او غوښتنه يې وکړه چې داسې اقدامات دې پورته کړل شي چې له مخې يې په پوهنتون کې نارامي او ناامني ختمه شي.

مظاهرچيانو د وژل شوي ثقلین بنګښ کورنۍ ته د شهدا پېیکېچ له مخې د مالي مرستو غوښتنه هم وکړه.

پوهنتون د ملازمينو او زده کوونکيو د تورونو او غوښتنو په اړه لا څه نه دې ويلي. يوه بل احتجاجي عمران خان مشال راډيو ته وويل چې په پوهنتون کې امنیتي حالات ورځ تر بله خرابېږي.

تر دې له مخه له پېښور پوهنتون سره جوخت په اسلاميه کالج پوهنتون کې هم د فبرورۍ پر ۲۰مه نېته د انګریزي ادب استاد پروفيسر بشير د يوه امنیتي ساتونکي له خوا په ډزو وژل شوی وو چې پوليسو وروسته تورن کس ونيولی.

XS
SM
MD
LG