د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون د هاسټلونو امنیتي کمپنۍ یو مشر وژل شوی دی


د پېښور پوهنتون ویاند نعمان خان مشال راډیو ته وویل پېښه د مارچ پر پینځمه شوې ده - پخوانی انځور.
د پېښور پوهنتون ویاند نعمان خان مشال راډیو ته وویل پېښه د مارچ پر پینځمه شوې ده - پخوانی انځور.

په پېښور پوهنتون کې د هاسټلونو د امنیت لپاره د سېګما په نامه شخصي کمپنۍ (شرکت) یو مشر ثقلین بنګښ وژل شوی دی.

د پېښور پوهنتون ویاند نعمان خان مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د مارچ پر پینځمه شوې ده.

ده وویل، چې ثقلین بنګښ د خپلې دندې پر مهال پر هاسټلونو ګرځېده چې د پوهنتون په انټرنېشنل هاسټل کې د یو امنیتي ساتونکي په ډزو ولګېد.

ده وویل چې دا تر اوسه روښانه نه ده چې بنګښ په ارادي توګه او که په تېروتنه کې وژل شوی دی.

د پوهنتون ویاند زیاتوي چې امنیتي ساتونکی تر پېښې وروسته تښتېدلی دی او پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۰مه هم د پېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې یو استاد بشیر احمد له یو څوکیدار سره تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG