په ایران کې پر داسې مهال ترینګلتیا دوام لري چې د نجونو په سکولونو کې د ناروغه شویو زده کوونکو شمېر زیات شوی دی او د اغېزمنو شاګردانو د میندو او پلرونو تر احتجاجونو وروسته ناقدینو د چارواکو اقدامات تر پوښتنې لاندې راوستي دي.
له رپورټونو سره سم، د مارچ پر څلورمه د ایران په ۱۷ ولایتونو کې په لږترلږه ۳۳ ښارونو کې زده کوونکې ناروغه شوې.
داسې ګنګوسې خپرې شوې دي چې ګواکې د ایران په ښوونځیو کې د "زهرجنو ګیسونو حملې" شوي دي. ځینو کسانو بیا په تورونو پورې کولو دا حالات په سېپټېمبر کې د پولیسو په بند کې د یوې ځوانې مهسا امیني تر مړینې وروسته د احتجاجونو پر مهال د تېرو یوشمېر میاشتو راهیسي د "زهرجنو ګیسونو له حملو" سره هم تړلي دي.
د تهران په جنوب کې د اسلامشهر د نجونو په یو سکول کې یوې باخبره سرچینې د مشال راډیو ایرانۍ څانګې فردا راډیو ته ویلي چې د مارچ پر څلورمه په نېږدې ۶۰۰ زده کوونکو کې یوازې ۱۰ ټولګیو ته ورغلې وې.
د شیعه ګانو په سپېڅلي ښار قم کې د ملایانو یوې ډلې، چې د ایران له اصلاح غوښتنکي تحریک سره نېږدې اړیکي لري، دعوه کړې ده چې د "هغو بریدونو" موخه له زده کړو څخه "د نجونه منع کولو لپاره ترهه خپرول او د ولس د وار خطا کولو او وېرولو فضا" ایجادول دي.
ایرانیو چارواکو د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه په ایرانیو ښوونځیو کې د زده کوونکو د ناروغه کېدو او د خلکو د دعوو تصدیق نه شي کولای.