د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو په سياليو کې د کوټه ګلیډیېټرز او لاهور قلندرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې د مارچ دویمې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې مخکې د مارچ پر لومړۍ نېټه په راولپېنډۍ کې پېښور زلمي لوبډلې کراچۍ کېنګز ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه.
په هغه سیالۍ کې پېښور زلمي لومړی بیټېنګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۷ منډې جوړې کړې. په ځواب کې کراچۍ کېنګز لوبډلې د اتو وېکټو په زیان ۱۷۳ منډې جوړې کړې.
له دې بریا سره د پېښور زلمي لوبډله د پي اېس اېل په اتم پړاو کې په تر اوسه شویو سیالیو کې له کراچۍ کېنګز څخه مخکې شوې ده او څلورم مقام یې خپل کړی دی.
په هغو سیالیو کې لومړی مقام د لاهور قلندر لوبډلې دی چې اته شمېرې یا پواینټونه یې ترلاسه کړي دي. تر دې وروسته د ملتان سلطانز لوبډله هم اته پواینټه لري خو د هغې ټول رن رېټ یا د منډو کچ له لاهور قلندرزه کم دی نو ځکه یې دویم مقام خپل کړی دی.
اسلام اباد یونایټېډ په شپږو پواینټونو درېیم ځای لري، پېښور زلمي هم په شپږو پواینټونو لرلو پر څلورم، کراچۍ کېنګز پر پینځم او کوټه ګلیډیېټرز پر شپږم مقام دي.
د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.
د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.
د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.