د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر علوي د خيبر پښتونخوا او پنجاب اسمبليو لپاره د انتخاباتو نېټو اعلانولو غوښتنه کړې


ولسمشر عارف علوي ليکلي چې د ايين له مخې د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو کول لازمي دي ــ انځور له ارشيفه
ولسمشر عارف علوي ليکلي چې د ايين له مخې د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو کول لازمي دي ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان ولسمشر د هغه هېواد انتخاباتي کمېشن ته ويلي چې په خيبرپښتونخوا او پنجاب کې دې د صوبايي اسمبليو لپاره سمدستي د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

محمد عارف علوي د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ته په استولي ليک کې زياته کړې چې د انتخاباتو د نېټې په اعلان سره به پر " ګنګوسو د ولاړ خطرناکه پروپاګند" مخه ونيول شي. په ليک کې راغلي چې د ايين له مخې د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو کول لازمي دي.

تر دې وړاندې انتخاباتي کمېشن په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې په اپرېل مياشت کې د صوبايي انتخاباتو وړانديز کړی وو خو حتمي نېټه يې نه وه اعلان کړې.

ولسمشر وايي که انتخاباتي کمېشن د خپلې دندې په ترسره کولو کې له ناکامۍ سره مخامخېږي نو د ايين د سرغړونې مسووليت به یې پر خپله غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر اوومه د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي ويلي ول چې هلته د ناامنۍ له کبله د صوبايي اسمبلۍ انتخابات نه شي کېدای او په کار ده چې تر اکتوبر مياشتې پورې انتظار وشي. ټاکل شوې چې په اکتوبر کې په پاکستان کې عام انتخابات وشي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه کړل شوې وه.

پاکستان تحريک انصاف، چې په پښتونخوا کې واکمن وو او په پنجاب کې په حکومت ورګډ وو، وايي د اسمبليو ماتولو هدف یې پر مرکزي حکومت فشار راوستل وو چې ژرترژره عام انتخابات وکړي. خ

و د پاکستان اېتلافي حکومت وايي چې په هغه هېواد کې به د خپلي اييني مودې تر بشپړېدو وروسته د روان (۲۰۲۳ز) کال په اکتوبر مياشت کې عام انتخابات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG