د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګومل پوهنتون د هلکانو او نجونو پر یوځای ناستې او ګرځېدو بندیز لګولی دی


تر دې مخکې د پېښور پوهنتون انتظامیې هم زده کوونکو ته د ساده جامو اغوستو او سینګار نه کولو امر کړی وو - پخوانی انځور.
تر دې مخکې د پېښور پوهنتون انتظامیې هم زده کوونکو ته د ساده جامو اغوستو او سینګار نه کولو امر کړی وو - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې له ټولګیو پرته د هلکانو او نجونو پر یوځای کښېناستو او ګرځېدو بندیز لګولی دی.

د پوهنتون انتظامیې د فبرورۍ پر ۱۵مه نېټه په خپور کړي امر کې ښځینه او نارینه زده کوونکو ته ویلي دي چې د پوهنتون دننه دې پر لارو یا میدانونو کې له یوځای ګرځېدو او ناستې ډډه وکړي.

انتظامیې په حکمنامه کې خبرداری ورکړی دی چې د سرغړوونکو پرضد به "سخت ګامونه" اخلي.

د ګومل پوهنتون ویاند راجا عالمزېب د فبرورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته د نوي امر تصدیق وکړ او زیاته یې کړه چې پوهنتون دا اقدام د "ناخوشګواره پېښې" مخنیوي لپاره کړی دی. البته نوموړي په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د پاکستان ځینو پوهنتونونو پخوا هم ورته اقدامات کړي دي. د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د کواټ پوهنتون انتظامیې زده کوونکو ته د غربي جامو پر ځای د دودیزو هغو اغوستو امر کړی وو.

تر دې مخکې په هم هغه کال کې د هزارې، د چارسدې باچا خان او د پېښور پوهنتونونو هم د جامو په اړه فرمانونه خپاره کړي ول.

د هغو پوهنتونونو انتظامیو ویلي ول چې زده کوونکي دې ساده جامې اغوندي او سینګار دې نه کوي.

د پوهنتونونو دې فرمانونو د زده کوونکو او فعالانو غبرګونونه یې پارولي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG