د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون ستونزې حل کړئ، جامې مو سمې دي: زده کوونکي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پېښور پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو په ځانګړو جامو (ډرېس کوډ) کې پوهنتون ته د تلو پرېکړه غندلې ده.


د پېښور پوهنتون انتظامیې دا پرېکړه د ۲۰۲۱ کال د مارچ پر څلورمه نېټه کړې وه او پر ضد یې د مارچ پر شپږمه ځینو ښوونکو او محصلینو مشال راډیو ته وویل، دوی د دې امر منلو ته تیار نه دي.

پوهنتون په خپله پرېکړه کې ویلي وو، له دې وروسته به نجونې د کمیس، پرتوګ، سکاف او لوپټې سره او هلکان هم په داسې مناسب لباس کې چې بدن یې نه ښکاري درسونو ته حاضریږي. د پوهنتون د چارواکو په وینا دا ګام د سادګۍ د رواجولو او د زده کوونکو زیات پام خپلو درسونو ته د اړولو په موخه پورته کوي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پېښور پوهنتون د ویاند نعمان خان په وینا په ډرېس کوډ کې دا هم شامل دي چې جینکۍ به پوهنتون ته د تلو پر مهال سینګار نه کوي. نوموړي د مارچ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل:

"جینکۍ به سپین پرتوګ او د خپلې خوښې د رنګ کمیس اچوي، د پاسه به پرې سپین کوټ، سپین سکاف او لوپټه اچوي. هلکان کولی شي په کمیس، پرتوګ یا پینټ شرټ کې راشي خو په دې شرط چې بدن یې پکې پټ وي."

خو داسې نه ښکاري چې د پوهنتون محصلین او حتی ښوونکي به په اسانه دې پرېکړې ته غاړه کېږدي. ځیني خو یې تر دې وايي چې دا یو مذهبي جنونیت دی او د پوهنتون انتطامیه د خپلو کمزوریو د پټولو لپاره دا ډول اقدامات کوي. د ملک حسنین په نوم د پوهنتون یو مخصل وايي:

"انتظامیه د خپلو درغلیو، غلاوو او ناکامیو د پټولو لپاره داسې پرېکړې کوي. موږ ترې په وار وار غوښتي چې فیسونه کم کړئ، د کلاسونو او هاسټلونو ستونزې مو هوارې کړئ، موږ ته معیاري خوراک راکړئ خو دوی هغو مسلو ته د پاملرنې پر ځای داسې پرېکړې کوي چې مذهبي جنونیت ته پرې وده ورکوي."

نوموړی وايي، پښتون سټوډنټس فیډرېشن او د محصلینو نورې ټولنې به د پوهنتون د دې پرېکړو پر ضد غلي نه پاتې کېږي او خپل غږ به پورته کوي.

د پېښور پوهنتون محصلینو ارشیف انځور
د پېښور پوهنتون محصلینو ارشیف انځور

د اردو څانګې محصله ایمن وايي، هغه په دې تبصره نه کول غواړي چې د پوهنتون دا پرېکړه سمه که ناسمه ده خو د هغې په وینا بې وخته او غیر ضروري ده. هغه وايي، هغوی نورې لویې مسلې لري، کلاسونه یې ضایع کېږي، هاسټلونو کې مسلې لري، نو په داسې کې دا ډول نوې پرېکړې کول د هغوی تحصیلي هلې ځلې ټکنۍ کوي.

د پېښور پوهنتون د استادانو د ټولنې مشر پروفیسر ډاکټر فضل ناصر هم د انتظامیې د دې نوې پرېکړې سره همغږی نه معلومېږي. هغه وايي، بنیادي ستونزې نورې دي لکه مالي مشکلات، د څېړنو لپاره د موادو کمبوت او د ښوونې د معیار ښه کول خو انتظامیه پام نورو خبرو ته کوي لکه د ډرېس کوډ معرفي کول.

د نوموړي په وینا که د یونیفورم د معرفي کولو سره تعلیمي معیار ښه کېدای نو بیا هم یو جواز جوړېدو خو درېغه چې داسې نه کېږي. هغه وايي، بندیزونه لګول د مسلې حل نه دی، پکار ده چې رویې بدلې کړل شي.

خو د پوهنتون ویاند پروفیسر نعمان خان وايي، د نوي اقدام سره به سادګي راشي، د محصلینو ترمنځ به د جامو سیالي کمه شي، ناداره محصلین به د کمترۍ احساس نه کوي او خرچې به کمې شي.

له پېښور پوهنتون نه وړاندې د خیبر پښتونخوا دوو نورو پوهنتونونو هزاره پوهنتون او باچا خان پوهنتون هم پر محصلینو د ځانګړو جامو د اغوستو شرط لګولی دی.

XS
SM
MD
LG