د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو اېن اېچ سي ار: افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیستل شي


ښځې او نجونه پر تعلیم د بندیز ضد مظاهره کوي - پخوانی انځور.
ښځې او نجونه پر تعلیم د بندیز ضد مظاهره کوي - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي ژرترژره خلاص شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي او د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې یې نجونه پوهنتونونو ته هم له تګه منع کړې.

د یو اېن اېچ سي ار د اسیا او ارام بحر سیمو څانګې د فبرورۍ پر ۱۲مه پر ټوېټر کښلي دي چې "هېڅوک باید په هېڅ حالت کې" له زده کړو بې برخې نه شي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د هغې ادارې د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د نجونو د زده کړو په برخه کې پر یوې تګلارې جوړولو کار کوي او "له شریعت سره سم چاپېریال" ورته تیاروي، خو نه په دې اړه وضاحت کوي او نه یې دا ویلي چې تګلاره به تر کوم وخت پورې جوړه شي.

په تېر څه د پاسه یو نیم کال کې په افغانستان کې ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو پر ضد په بیا بیا مظاهرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG