په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو چارواکی وايي چې د کندهار ولایت په میوند او نېش ولسوالیو کې وسلوالو دوه تنه وژلي دي.
په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید د جنورۍ پر ۳۱مه رسنیو ته ویلي چې پر موټرساکل سپرو وسلوالو د سې شنبې پر ورځ په نېش ولسوالۍ کې یو تن وواژه.
د ده په وینا، وسلوالو تر دې یوه ورځ مخکې په میوند ولسوالۍ کې یو کس وژلی وو.
دی زیاتوي چې په دواړو وژنو کې یې د ککړو کسانو د نیولو لپار هڅې پیل کړې دي.