د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوریه کې هوايي بریدونو ۷ کسان وژلي دي


په سوریه کې د عراق پولې ته نژدې تر مبینه هوايي بریدونو وروسته عکس: (انځور د ۲۰۲۲م کال د اګست ۲۵مې دی)
په سوریه کې د عراق پولې ته نژدې تر مبینه هوايي بریدونو وروسته عکس: (انځور د ۲۰۲۲م کال د اګست ۲۵مې دی)

د سوریې یا شام د انساني حقونو د څار ادارې ویلي چې په سوریه کې هوايي بریدونو ۷ کسان وژلي دي.

یادې ادارې د جنورۍ پر ۳۰ مه ویلي چې له عراقه د شام ختیځ ته د ټرکونو پر اوښتونکې قافله هوايي بریدونو کې د دې ټرکونو چلوونکي او د هغوی همکاران وژل شوي دي.

د دوی په وینا، دا پېښه بیګا شوې چې پکې یوې ناپیژندل شوې الوتکې د ایران ملاتړ لرونکې ډلې قافله په نښه کړې ده.

په سیمه کې د معلوماتو پراخې سرچینې لرونکې دې ادارې زیاته کړې چې په دې قافله کې شپږ ټرکونه شامل وو چې پکې ایرانۍ وسله وړل کېده اوپه ابوکمال نومې سرحدي سیمه کې د برید ښکار شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG