د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کواټ په ډېم کې د ډوب شویو کسانو لټون روان دی


د کواټ پوليسو يو چارواکي عبدالروف بیا مشال راډيو ته ويلي‌چې ډوب شوي ټول، د ميرباز خيل مدرسې زده کوونکي ماشومان وو.
د کواټ پوليسو يو چارواکي عبدالروف بیا مشال راډيو ته ويلي‌چې ډوب شوي ټول، د ميرباز خيل مدرسې زده کوونکي ماشومان وو.

د خیبر پښتونخوا د کواټ په تاندا ډېم کې د ډوب شویو پاتې کسانو لټون د جنورۍ پر ۳۰مه هم روان دی.

د ځايي پولیسو مشر فضل نعيم د جنورۍ پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ پر ۲۹مه ډوبه شوې کښتۍ کې تر اوسه د لسو کسانو مړي او اووه ژوندي را اېستل شوي دي.

نوموړي‌ وویل چې په کښتۍ کې ټول ۲۵ کسان سپاره وو. د نوموړي په خبره د کښتۍ اکثره سپاره د يوې مدرسې زده کوونکي وو.

په بیړنيو حالاتو کې د ژغورنې د کارونو کوونکې ادارې،‌ ریسکيو ۱۱۲۲ وياند بلال فيضي د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې ژغورونکو ۱۷ کسان له اوبو ایستلي دي چې ۵ پکې ژوندي دي خو حالت یې ښه نه دی.

خو وروسته د کواټ ځايي پولیسو مشال راډيو ته وويل چې په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې تاندا ډېم ډير لوی دی نو ځکه د ټولو خلکو راايستل ډير وخت اخلي خو په خبره یې چې د ډوبو شويو کسانو د ايستلو هڅې روانې دي.

د کواټ پوليسو يو چارواکي عبدالروف بیا مشال راډيو ته ويلي‌چې ډوب شوي ټول، د ميرباز خيل مدرسې زده کوونکي ماشومان وو.د هغه په وينا د مدرسې زده کونکي دغه سيمي ته د سېل لپاره ورغلي ول.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په بېلا بېلو ځایونو کې د کښتیو ډوبېدو ګڼ شمېر خلک وژلي وو.

د ۲۰۲۲م کال په اګست کې هم په سيند صوبه کې د سيلاب ځپلو د ژغورلو پر مهال د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG